The news is by your side.

یونسکو د افغان ښځینه خبریالانو خوندیتوب ته اندېښمنه ده

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د نا امنیو له امله سخت اندېښمن دی.

د ملګرو ملتونو دا علمي او فرهګني سازمان وایي، افغانستان کې د ښځینه خبریالانو پر وړاندې اساسي ستونزه نا امني ده.

یونسکو ټینګار کوي، چې د افغانستان له رسنیو، خبریالانو او په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو ملاتړ او حمایت د دوی له لومړیتوبونو څخه دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د تېرو ١٩ کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې د رسنیو او مطبوعاتو وده او پرمختګ له لویو لاسته راوړنو څخه ده.

په افغانستان کې د رسنیو او مطبوعاتو په ډګر کې کار کول خورا له ننګونو سره مخ دی.

لا هم افغانستان د خبریالانو د ژوند لپاره خطرناک هېواد دی، په را وروسته کلونو کې په لسګونه خبریالان د خبري پوښښونو پر مهال د بریدونو او چاودنو ښکار شوي، یو شمېر د هدفي وژنو په ترڅ کې شهیدان شوي او د ځینو ژوند لا هم په خطر کې دی.

په ورته وخت کې جګړې، نا امنۍ، ګواښونو او خطرونو سره سره اوس د کرونا ویروس هم د خبریالانو ژوند ګواښي.

د افغانستان د رسنیو په لسګونه کارکوونکي پر دې ویروس اخته دي، یو عمده لامل یې د ډاکټرانو او ناروغانو سره د خبریالانو مستقیم تماس دی چې ډېر کله د خبري پوښښونو لپاره ورځي.

تېره ورځ د آریانا او آریانا نیوز کارکوونکی سلیمان یوسفي چې پر کرونا ویروس اخته شوی و، د نفس تنګۍ له امله یې د افغان جاپان په روغتون کې ساه ورکړه.

نوموړي له لسو کالونو را په دې خوا د آریانا او آریانا نیوز ټلوېزیون سره د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د خپلواکو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وایي اوس مهال هم د لسګونو رسنیو کار کوونکي او حتی د یوې رسنۍ له پنځوسو ډېر کار کوونکي پر کرونا ویروس اخته دي.

یاد بنسټ وایي، د رسنیو مدیران او کارکوونکي دې له دې ناروغۍ نه د خوندیتوب په موخه په کاري ځایونو او د کار پر مهال روغتیایي لارښوونې عملي کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.