The news is by your side.

د نړیوال سیاست پوهنتون بې ساري‌ګام او د هارون حاکیمي ‌ستاینه

خبریال وېب پاڼه – د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې د نړیوال سیاست پوهنتون The Institute of World Politics چي په نړیوالو او امنیتي چارو کې درهبرۍ په موخه په محدوده کچه د ماسټرۍ او دوکتورا تدریس کوي او د امریکا لپاره د یوه فکري مرکز په توګه فعالیت کوي، خپل یو افغان محصل وستایه.

د پوهنتون ادارې د هارون حکیمي چي تازه یې ددغه پوهنتون څخه د ملي امنیت په چارو کې په لومړۍ درجه ماسټري بشپړه کړې ده، د وړتیا ستاینه کړې او په خپل ویبسایټ کي یې د نوموړي د ترلاسه کړي درجې په یادونه، د هغه ژوندلیک خپور کړی دی.

IWP د هارون حکیمي په ژوند لیک کي راوړي چي هغه د طالبانو پرمهال په کور کي درسونه پیل کړل، د سپټمبر تر پېښو وروسته چي په افغانستان کي اوسنی حکومت رامنځ ته شو ښوونځي ته ولاړ. ښوونځی یې د جهادي مدرسې څخه په

 پاته ودانۍ کې په داسې حال کې پیل کړ  چي د هارون او ټولګیوالو لپاره یې په ودانۍ کي ځای نه درلود او له مجبورۍ  یې د جهادي مدرسې څخه پاته غُسلخانه د ټولګي په توګه کاروله، چیرې چې میز او څوکۍ  او حتی د ناستې لپاره فرش او د لوست لپاره توره تخته نه وه.

IWP د هارون حکیمي د علمي سفر د ستونزمن پیل او دوام  پرمهال  د هغه استقامت د نوموړي د اوسني مقام د بنسټیز راز په توګه یادوي او د فولبرایټ په ګډون د ګڼو معتبرو سکالرشیپونو ترلاسه کول، د نړۍ مشهورو پوهنتونونو ته لاره موندل او په واشنګټن ډي سي کې د American University او بیاوروسته په دغه علمي اداره کې د دوهمي ماسټرۍ بشپړول یې د درناوي وړ لاسته راوړنې ګڼي.

ښاغلی حکیمي چې له مسلکي اړخه ډیپلوماټ دی او په واشنګټن ډي سي کې د افغانستان په سفارت کې دنده لر

ي په خپل کاري چاپیریال کې هم اغېزناک اوسېدلی دی. هغه تر دې وړاندې په بهرنیوچارو وزارت کې د ملګروملتونو او نړیوالو کنفرانسونو د مرستیال او تر هغه وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړیدي.

د یادونې وړ ده چې هارون حکیمي درېیم افغان دی چې د نړیوال سیاست له پوهنتون څخه فارغېږي؛ لومړی یې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ښاغلی علي احمد جلالي  او دوهم یې د سیاسي چارو شنونکی ښاغلی شفیق همدم دی چې  د ښاغلي حکیمي پر فراغت یې د خپل ټویټر له لارې خوښي څرګنده کړې ده.

د افغانستان په اوسنیو پېچلو او ناندریزو شرایطو کې امریکا د متحده ایالاتو  (د نړیوال سیاست پوهنتون) له لوري‌افغان محصل ته دا اعزاز ورکول په نړۍ واله کچه دافغانستان پر پرمختګ او د ولسواک نظام د ستنو پر ټینګښت دلالت کوي .‌

که څه هم افغانستان د جنګ جګړو ؛ سیاسي ناندریو؛ نشي توکو او ناقانونیو شهرت موندلی ؛خو ورته خبرونه په کور دننه او له هیواده بهر  پر عامه فکر مثبت تاثیر ښندلای شي . هارون حاکیمي‌دافغانستان هغه څېره ده چې تر ډېره بریده یې د دې هیواده د لوست او پرمختګ سره مینه په نړۍ واله کچه وځلوله .‌

نړیوال سیاست پوهنتون خپاره کړي متنونه پر لاندې لینکونو لوستلای شئ:

https://www.iwp.edu/students-alumni/2020/05/27/reflections-upon-graduation-haroon-hakimi/

https://www.iwp.edu/students-alumni/2020/05/11/perspectives-from-the-class-of-2020/

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.