حکومت او طالبانو د بندیانو د خوشي کولو بهیر چټک کړی

خبریال وېب پاڼه/په وروستیو څو ورځو کې د حکومت او طالب طرفینو تر منځ د بندیانو د تبادلې او د خوشي کولو لړۍ چټکه شوې ده.

د حکومت او طالبانو لخوا د بندیانو د خوشي کولو لړۍ تېزه شوې ده او دې چارې بین الافغاني مذاکراتو او تلپاتې اوربند ته هیلې زیاتې کړې دي.

پرون شنبې د روانې مې میاشتې په ۳۰ مه نېټه د حکومت لخوا په ځینو ولایتونو کې شاوخوا ۷۱۰ طالب بندیان خوشي شول، چې په ځواب کې یې د طالبانو له بند ه هم ۸۰ کسان آزاد شول.

د ملي امنیت شورا به خپل یوه بیان کې ویلي دي چې د شنبط په ورځ یې د څرخي پله د زندان په ګډن د هېواد له یو شمېر بند خونو څخه کابو ۷۱۰ طالب بندیان خوشي کړي او په وینا یې دا لړۍ به نن یکشنبې هم دوام ولري.

په ورته وخت کې ځینو سرچینو ویلي دي چې نن یکشنبې به د حکومت لخوا د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ بشپړه شي. جکومت وروسته له هغه د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ چټکه کړه چې دغې وسله والې ډلې د کوچنۍ اختر لپاره دری ورځنی اوربند اعلان کړ او د همدې اوربندیز په ترڅ کې یې په خوفیه دول د ۷ ورځو لپاره نور هم د حکومتي ځواکونو پر وړاندې اوربند وغځاوه.

که څه هم دوې ورځې وړاندې په پکتیا کې د وسله والو طالبانو لخوا پر سرحدي پولیسو باندې د برید په لړ کې یو شمېر افغان سرتېري شهیدان او ځینې نور ټپیان شول خو په لویه کې د هېواد په نورو نا امنه سیمو کې د زیاتو یرغلیزو بریدونو خبر ورکړل شوی نه دی.

عام خلک او یو شمېر سیاسیون په دې باور دي چې د طالبانو او حکومت لخوا د تلپاتې سولې او اوربند لپاره هیلې یو ځل بیا په زیاتېدو دي او تمه ده چې په نیږدې راتلونکي کې د طالبانو او حکومت تر منځ مخامخ خبرې هم پیل شي.

څه کم دری میاشتې وړاندې طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سولې تړون لاسلیک کړ او د یو بل پر وړاندې یې اوربند وکړ، چې له هغې را وروسته وسله والو طالبانو په امریکایي لوري باندې هېڅ برید کړی نه دی خو د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې یې تاوتریخوالی د پخوا په پرتله هم ډېر کړی ؤ چې د اختر په را رسېدو سره په کې کمی راغی.

طالبانو د حکومت لخوا د بندیانو د خوشي کولی هرکلی کړی دی او د خپلو بندیانو د تشخیص لپاره یې څو ورځې مخکې یو پینځه کسیز تخنیکي پلاوی کابل ته را لېږلی ؤ.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum