The news is by your side.

پکتیا ته اوېغور او چیچنایي جنګیالي راغلي

خبریال وېب پاڼه/ پکتیا ته د افغان ځواکونو خلاف جګړې لپاره اوېغور او چیچنايي جنګیالي راغلي.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازی وايي، د دغه ولایت بېلا بېلو ولسوالیو ته د افغان ځواکونو خلاف جګړې لپاره اوېغور، پاکستاني، عرب او چیچنايي طالبان راغلي دي.

نوموړي تېره ورځ رسنیو سره خبرو کې ویلي، دغه جنګیالي د پکتیا بېلا بېلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو خلاف جګړه کوي.

بل خوا د پکتیا سیمه اییز امنیتي مسؤولین وايي، چمتو دي چې د بهرنیو ترهګرو خلاف عملیات پیل کړي.

د پکتیا اوسېدونکوو هم زیاته کړې، چې د دې ولایت امنیتي وضعیت  د اندېښې وړ دی او باید پاملرنه ورته وشي.

مخکې له دې د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې پکتیا ته یی سفر کړی وو ویلي وو، د یاد ولایت امنیتي وضعیت ډاډمن نه دی.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د امنیتي وضعیت ارزولو په موخه په یو ورځني سفر پکتیا ته تللی و او هلته یې له خلکو سره په لیدنه کې د امنیتي او ځینو نورو ستونزو په حل خبرې کړي.

محب د پکتیا اوسیدونکو ته ډاډ ورکوي، چې په امنیتي، پراختیايي او ځینو نورو برخو کې به کړې ژمنې عملي کوي.

بل خوا د پکتیا اوسیدونکو ویلي وو، که د ټاکنو پر مهال ورسره کړې ژمنې عملي نشي او هم په نوي حکومت کې د لویې پکتیا کادرونو ته ونډه ورنه کړل شي، نو دوی به د مرکزي حکومت پر وړاندې په مدني اعتراضونو لاس پورې کړي.

د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته دا لومړنی لوړ پوړی چارواکی دی، چې پکتیا ته سفر کوي او په دې ولایت کې د شته امنیتي او ځینو نورو ستونزو د حل په موخه خلکو ته ډاډ ورکوي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دې ولایت ته په یو ورځني سفر کې د مدني ټولنو له استازو او قومي مخورو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې دا ځل به په نوي حکومت کې پکتیا له پامه نه غورځوي.

نوموړي همدا راز پکتیا کې له امنیتي مسؤولینو سره په ځانګړې لیدنه کې د دې ولایت په امنیتي وضعیت اندېښنه وښوده او ویې ویل، شته ستونزې به هواروي او ځواکونو ته به د تجهیزاتو ورکړې په برخه کې هم ځانګړې پاملرنه کوي.

د پکتیا ولایتي شورا او قومي مشران له مرکزي ادارې غوښتنه کوي، چې د ټاکنو پر مهال ورسره کړې ژمنې عملي او هم په نوي حکومت کې دې د دوی کادرونو ته د پام وړ ونډه ورکړي، کنه نو په مدني حرکتونو به لاس پورې کړي.

محب په داسې حال کې پکتیا ته سفر کوي، چې له څه مودې راهیسې د دې ولایت امنیتي وضعیت تر بل هر وخت خراب شوی او اوسېدونکي يې له امنیتي مسؤولینو د سمون غوښتنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.