The news is by your side.

د ننګرهار هوايي ډګر د لومړۍ برخې د جوړولو تړون لاسلیک شو

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت د هوايي ډګر لومړۍ برخې د جوړولو تړون د ۷۹.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت لاسلیک او عملي چارې به یې ژر پیل شي.

د هېواد د هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي، لومړي پړاو کې به د ننګرهار ولایت هوايي ډګر د احاطې دېوال، امنیتي برجونه او ځینې نورې برخې جوړې شي، چې د جوړولو مسؤولیت يې هم افغان ګلوبل اپرېشن شرکت ته سپارل شوی دی.

د یادې ادارې مشر محمد قاسم وفايي زاده وايي، د ننګرهار هوايي ډګر به د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د بدیل په توګه هم په بېړنیو حالاتو کې استفاده شي.

د هغه په خبره، د دغه هوايي ډګر په جوړولو سره به د ختیځ کرنیز تولیدات نړۍ او سیمې ته صادر شي.

په ننګرهار کې یو هوایي ډګر شتون لري، چې نظامي الوتکې ترې پروازونه کوي.

د ختیځ او په ځانګړې توګه د ننګرهار خلکو له ډېر پخوا راهیسې په ختیځ ننګرهار کې د یوه هوایي ډګر د جوړېدو غوښتنه درلوده.

ولسمشر غني هم ننګرهار ته د خپلو سفرونو په ترڅ کې بار بار په ختیځ ننګرهار کې د هوایي ډګر د جوړېدو ژمنه کړې وه.

ننګرهاریان تمه لري، چې یاد هوایي ډګر به ژر تر ژر جوړ شي او هیله ښیي چې د دې هوایي ډګر چارې هم په لنډو کلونو کې ژر تر ژره بشپړې شي، نه چې د یاد هوایي ډګر د جوړېدو چارې وخت نا وخت په ټپه ودریږي.

د دې هوایي ډګر له لارې به د هېواد ولایتونو او بهرنیو هېوادونو ته هم پروازونه کیږي او تر څنګ به یې په ځانګړې توګه د ختیځ کرنیز تولیدات د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادریږي، چې ورسره به سوداګري او صادرات او واردات هم چټک شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.