The news is by your side.

نجیبه؛ کندز ته راغلم، له مرګ نه وېرېږم

خبریال وېب پاڼه/د هنر د ډګر بله ډېوه او نوم وتې اداکاره نجیبه فیض خپل پلارني ټاټوبي کندز ته تللې ده او وایي چې له مرګ وېره نه لرم.

د هنر او اداکارۍ د دګر بله ډېوه نجیبه فیض په خپله فېسبوک پاڼه دوې خپرونې کړې دي. نوموړې خپل پلارني ټاټوبي کندز ته تللې ده او وایي هغه سیمې ته راغلې یم چې ډېری دوستانو ورته له راتګ منع کولم او ویل به یې چې له دې ځایه څوک ژوندي راغلي نه دي.

نجیبه په خپل فېسبوک له خپاره کړي انځور سره لیکلي:

((دا عکس مې په هغه ځای کې اخیستی چې خلک وایي په دې ځای چې تېرېږې، نو کفن به له سره تړې او بیا به ورځې. زه وایم «د ګور شپه نه په کور کېږي» او بله خبره دا چې زه د ډار لور هم ځکه نه یم چې باور لرم، مرګ او ژوند د خدای ج له طرفه دي))

آغلې فیض وروسته له هغه کندز ته ځي چې نوموړې د روژې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف ته هم ناسته وه او هغه مهال یې ویلي یې چې دا یې د ژوند لومړنۍ او تر ټولو خوږه خاطره ده. نوموړې هیله څرګنده کړې وه چې په هېواد کې تلپاتې سوله راشي او د خپل منځي جګړو ګیلم نور ور ټول شي.

کندز د هېواد په شمال کې یو نا امنه ولایت دی چې څو کاله وړاندې یې د طالبانو پر وړاندې سقوط هم کړی ؤ او اوس هم په کې جګړه د ښار تر څنډو رسېدلې ده.

نوموړې که څه هم په ښکاره څه ویلي نه دي خو داسې ښکاري چې د طالبانو او دولت له خفیه اوربند څخه په استفاده یې د خپل پلارني چم ورتګ ته زړه ښه کړی دی. نیبه فیض په خپله دویمه خپرونه کې شاوخوا یوه ګړۍ وړاندې یې خپره کړې ده، ویلي دي چې ډېرو را ته ویل؛ کندز ته مه ځه، مړه به شې خو په خبره یې کندز یې د بابا په قباله دی نو له ورتګ څخه یې درېغ و نه کړ.

نوم وتې اداکاره او تلویزیوني خپرونه چلوونکې نجیبه فیض په خپلو خبرو کې ویلي دي چې ټول آرمانونه یې پوره دي او په وینا یې که مړه هم شي، باک پرې نه لري. نوموړي زیاتوي چې یوازینۍ هیله یې په هېواد کې د تلپاتې سولې راتګ دی.

هېره دې نه وي چې مېرمن فیض کندز ته هم له ښاري سټایل او جامو سره تللې ده. ښایي دا یې په خپل ځان د لوی باور ښکارندویي کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.