The news is by your side.

د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد دوام

خبریال وېب پاڼه/ وروستیو ۱۰ ورځو کې له ۱ یوسلو زرو نه زیات ټنه سوداګريز توکي هېواد ته وارد شوي.

د اوسپنې پټلۍ له لاری د سوداګریزو مالونو لېږد هره ورځ او په منظم ډول دوام لري او په وروستېو ۱۰ ورځو کې، یو زرو ۸ سوه او ۹۴ واګونونه چې سوداګریز مالونه رانغاړي، هېواد ته وارد شوي دي.

دا شمېر واګونونه، یو سلو ۱۰ زره ټنه سوداګریز توکي چې ستره برخه يې خوراکي توکي او همداراز نور شمېر يې نفتي، ساختماني او نور د اړتیا وړ توکي دي، لېږدول شوي دي.

په وارد شويو توکو کې ۱۲ زره ټنه غنم، شاوخوا ۴۱ زره ۵ سوه ټنه اوړه، څه باندې زر ټنه غوړي، ۴۸ زرو نه زیاته ټنه نفتي توکي، یو زرو ۶ سوه زیاته ټنه ساختمانې توکي او یو زرو دوه سوه نه زیاته ټنه نور د اړتیا وړ توکي، شامل دي.

د یادونې وړ ده چې د کرونا ویروس له کبله د ګرځبنديز له پیل راهیسې له وقفې پرته او په منظم ډول د حیرتان-مزارشریف، آقیني او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې، د لېږدولو بهیر دوام لري.

په ورته مهال څو ورځې وړاندې د چابهار له لارې هند ته ٤٨٠ ټنه سوداګریز توکي صادر شول.

دا توکي د کندهار له لارې چابهار ته او له هغه ځایه هند ته ولېږدول شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د چابهار بندر له لارې د افغانستان سوداګریزو توکو د صادراتو کچه زیاته شوې ده.

چابهاربندر هند ته د افغان سوداګذیزو توکو د لېږد مهم بندر بلل کیږي، هغه بندر چې ځینې یې پاکستان ته د افغانستان د بندرونو ښه بدیل بولي.

په دې وروستیو کې په نړۍ او افغانستان کې د کرونا ویروس چټکې خپرېدنې سوداګرۍ هم زیانمنې کړي دي، خو په دې وروستۍ ورځو کې سوداګري بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدونکې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance