The news is by your side.

په لغمان ولايت کې ۲۱۷ کليوالي ټولګي فعاله دي

خبریال وېب پاڼه/ د لغمان ولايت د پوهنې رياست مسؤولين وايې، په دې ولايت کې اوس مهال د مرکز مهترلام سربېره په يو شمېر ولسواليو کې هم زده کوونکي په کليوالي ټولګيو کې په زده کړو بوخت دي.

د لغمان ولايت د پوهنې رياست د کليوالي ښونځيو مسؤول شفيق الله ظهير د خاورميانه خبري اژانس سره په ځانکړې مرکه کې ويلي:

کليوالي ټولګي په داسې سيمو کې، چې هلته داخلي بې ځايه شوي او نوې راستنې شوې کورنۍ او يا هم په داسې ساحو کې جوړيږي، چې زده کوونکي يې عمومي ښوونځيو ته لاس رسی نه لري څو کوچنيان له زده کړو بې برخې پاتې نه شي.

نوموړی زياتوي کليوالي ښوونځي تر دې دمه ښې پايلې لري او ترې فارغ زده کوونکي کولای شي، چې په نورو عمومي ښوونځيو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د هغه په خبره اوس مهال په ټول لغمان کې په ۲۱۷ کليوالي ټولګيو کې ۶۹۰۲ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې له جملې يې ۳۳۵۵ ښځينه دي او د ۲۳۱ ښوونکو له لورې ورته زده کړې ورکول کيږي.

د ظهير پر وينا دا چې اوس مهال ښوونځي رخصت دي نو کليوالي ټولګيو کې د روغتيا پالانو سپارښتنې په پام کې نيول شوي او زده کوونکي په خپلو زده کړو بوخت دي زده کوونکي په څو وختونو وېشل شوي او ترمنځ يې فاصله هم مراعت شوې ده.

لغمان هو یو له هغو ولایتونو دی، چې ماشومانو یې زده کړو ته لاس رسی نه لري او په ځانګړې توګه د نجونو ښوونځي کم تر سترګو کیږي.

لغمان ولایت کې تر ډېره کورنۍ خپلې لوڼي د نا امنۍ، د خلکو له خبرو، بې ځایه دودونو او ورته نورو لاملونو له کبله ښوونځیو ته نه پرېږدي.

اوس مهال په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه رخصت شوي دي.

خو داسې اوازه شته چې کېدای شي د پوهنې وزارت د ښوونځیو د بېرته پرانیستو امر وکړي او ترڅنګ یې د لوړو زده کړو وزارت له لوري د هېواد ټول پوهنتونونه پرانیستل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.