The news is by your side.

د فلسطیي د وژلو له امله د اسرائیلو د دفاع وزیر بښنه

خبریال وېب پاڼه/د فلسطین په بیت المقدس ښار کې د اسرائیلي پولیسو لخوا په یوه بې وسلې او د اوتیسم په ناروغۍ اخته فلسطیني باندې ډزې وشوې چې د نوموړي مړینې توند غبرګونونه را وپارول.

وروسته له هغه چې په بیت المقدس کې د اسرائیلي پولیسو لخوا یو بې وسلې او رواني ناروغ په ډزو ووژل شو، د اسرائیلو د دفاع وزیر بښنه وغوښته.

دا پېښه هغه مهال را منځته شوه چې کله چې د ایاد خیري احلال په نوم ۳۲ کلن فلسطینی ځوان د بیت المقدس په یوه زړه برخه کې د تېرېدو په حال کې ؤ او اسرائیلي پولیسو ورباندې ډزې وکړې. د احلال وژنې چې د اوتیسم په نوم رواني تکلیف یې هم درلود، توند غبرګونونه را وپارول چې د اسرائیلو د دفاع وزیر یې بښنې غوښتلو ته اړ کړ.

د فلسطین او اسرائیلو تر منځ وخت نا وخت اخ او ډب پېښېږي چې ډېری وخت د لویې قربانۍ هم له یو بل اخلي. اسرائیل چې د امریکا ملاتړ له ځان سره لري، د فلسطیني وګړو لپاره ډېری ستونزې جوړوي.

په فلسطین او بیت المقدس کې د خلکو او توندو نیوکو وروسته د اسرائیلو د دفاع وزیر بني ګانتس د کابینې په اونیزه غونډه کې د فلسطیني ځوان په وژنه خواشیني څرګنده کړه او بښنه یې وغوښته خو په دغه غونډه کې چې د اسرائیلو لومړی وزیر بینیامین نتانیاهو هم ناست ؤ، هېڅ غبرګون و نه ښود. نوموړي یوه اونۍ وړاندې هم د بیت المقدس په هکله پاروونکې خبرې کړې وې.

اسرائیل د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری اسلامي هېوادونو په رسمیت نه دی پېژندلی او دا په منځني ختیځ کې د اسلامي هېواد (فلسطین) او نورو عرب هېوادونو لپاره یو لوی سرخوږی جوړ شوی.

د ایاد حلاق کورنۍ رسنیو ته ویلي چې نوموړی د اوتیسم په ناروغۍ اخته ؤ او په داسې حال کې چې د ځانګړو ناروغانو لپاره د جوړې شوې مدرسې په لور روان ؤ، د اسرائیلي پولیسو لخوا په ډېره بې رحمۍ وژل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو کلونو کې د فلسطیني ځوانانو لخوا د چاقو، ګرمو شویو وسلو او ځینې نورو وسایلو په مرسته پر اسرائیلي پولیسو باندې بریدونه کوي. دوی که څه هم د هېڅ وسله والې ډلې سره اړیکې نه لري خو ویل کېږي خو وخت نا وخت په اسرائیلي لوري بریدونه کوي.

یو شمېر فلسطیني مدني او حقوقي فعالانو د ایاد حلاق وژنه د متحده ایالاتو د تور پوستي له وژنې سره پرتله کړې ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.