The news is by your side.

یوه نظر پوښتنه کې بایډن تر ټرمپ مخکښ نوماند ښودل شوی

خبریال وېب پاڼه/د واشینګټن پوسټ او اې بي سي په یوه ګډه نظر پوښتنه کې چې د امریکا د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره شوې ده، جو بایډن تر اوسني ولسمشر ټرمپ مخکښ ښودل شوی دی.

ویل کېږي ټرمپ د کرونا وبا پر وړاندې د ناسم سیاست او کم کارویو له امله د امریکایانو له پامه غوځېدلی او دوی هیله لري چې دا ځل به جو بایډن د امریکا ولسمشرۍ ته رسوي.

که څه هم د امریکا په تاریخ کې داسې کم تجربه شوي چې د لومړۍ دورې ولسمشر دې د دویم ځل لپاره ولسمشر شوی نه وي خو په دې وروستیو کې د ټرمپ پر وړاندې د امریکایانو ناندرۍ مخ پر زیاتېدو دي. یو شمېر مخکښو سیاسیونو او د جمهوریت پالو سیال ډیموکرات ګوند په وار وار پر ټرمپ تور پورې کړی چې نوموړی د کرونا پر وړاندې کم کارۍ کې د څه د پاسه یو لک امریکایانو د مړینې مسؤل دی.

د اې بي سي او واشینګټن پوسټ ګډې نظر پوښتنې د ټرمپ پلویان را پارولي دي او زیاتوي چې دوی ته ټرمپ ماته د منلو نه ده خو دا لا هم له وخت وړاندې ده چې ټرمپ به په ریښتیا هم د روان کال د نومبر میاشتې په تاکنو کې بایلونکی او که ګټونکی شي.

په نظر پوښتنه کې له ګډون کوونکو کسانو ۵۳ سلنه رایه جو بایډن ته ورکړل شوې ده او ۴۳ سلنه رایه بیا اوسني ولسمشر ټرمپ ته کارول شوې ده.

د ډیموکراتانو دغه نوماند وروسته له هغه له ټرمپ څخه لس سلنه پورته رایه خپلوي چې شاوخوا دوې میاشتې وړاندې له خپل سیال څخه یوازې دوه سلنه مخکښ ؤ.

د کرونا وبا خپرېدو په امریکا کې تر دې دمه د څه د پاسه ۱۰۶ زره امریکایانو ژوند اخیستی دی او دغه هېواد ته یې په ملیاردونو ډالره اقتصادي زیان اړولی دی. تر اوسه په امریکا کې شاوخوا ۴۰ ملیونه کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي او څه د پاسه ۳۸ ملیونه وګړو یې له حکومت څخه قرضه غوښشتې ده.

ځینې اقتصادي بنسټونه وایي چې له کرونا وروسته امریکا کې به ملیونونه کسان له فقر او بېوزلۍ سره مخ شي چې دې ټولو بحرانونو د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې د امریکایانو حوصلې را تنګې کړې دي.

دا چې تر اوسه په امریکا کې د کرونا ویروس په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او اوس مهال په کې د یوه تور پوستي د وژل کېدو له امله هم سخت لاریونونه روان دي، لا څرګنده نه ده چې د نومبر په دریمه کېدونکې تاکنې به په خپل وخت وشي او کنه.

تمه ده له ټاکنو وړاندې په کمپایني منډو ترړو کې دغه دوه وتلي نوماندان یو د بل پر وړاندې مناظرو ته هم را ووځي. تر څنګ یې د دوی مرستیالان هم یو د بل پر وړاندې مناظرې کوي چې تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله څه ویل شوي نه دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.