The news is by your side.

احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغانستان نفوس ٣٢,٩ میلیون نفره اعلان کړ

خبریال وېب پاڼه/ د افغانستان د احصایې او د نفوسو د معلوماتو ادارې په ١٣٩٩ کال کې د افغانستان نفوس ٣٢,٩ میلیونه نفره اعلان کړ.

د ١٣٩٩ کال احصایه د نفوسو د احصایې پایلې نن (دوشنبه غبرګولي ١٢مه) د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې له لوري اعلان او خپراوي ته وسپارل شوه.

په روان کال کې د ټول هېواد ټولي نفوس ٣٢,٩ میلیونه نفره اعلان شو، چې له ډلې یې ١٦,٨ میلیونه(٥١,٠ سلنه) نارینه او ١٦,١ میلیونه(٤٨,٠سلنه) ښځینه دي.

د ٣٢,٩ میلیونه نفوس له منځه ٢٣,٤ میلیونه چې په سلو کې ٧١,٠ سلنه کیږي کلیوالي وګړي او ٨,٠ میلیونه چې په سلو کې ٢٤,٤ سلنه کیږي ښاري وګړي او ١,٥ میلیونه نفوس ماشومان دي چې په سلو کې ٤,٦ سلنه نفوس تشکیلوي.

د ١٣٩٩ کال د نفوسو احصایې پایلې د ٣٤ ولایتونو، ٣٦٤ اصلي ولسوالیو او ٢٤ موقتي ولسوالیو او ٣٤ مرکزونو نه را اخیستل شوي.

د افغانستان د نفوسو تازه احصایه داسې مهال خپریږي، چې هر کال په زرګونه افغانان د حکومت، طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو په بریدونو،جګړو، چاودنو او هدفي وژنو کې وژل کیږي.

اوس مهال هم په سلګونه کسان په وروستیو څو میاشتو کې په جګړو او بریدونو کې وژل شوي دي.

که د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سوله وشي او دواړه لوري جګړه ودروي او د نورو ترهګریزو ډلو جګړه هم څه نا څه را مهار شي نو ممکن په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د نفوسو شمېره تر دې هم لوړه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.