The news is by your side.

مشر منظور پښتون له کرونا ناروغي روغ شو

خبریال وېبپاڼهد بښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون وايي چې کرونا وایرس ته یې ماتې ورکړه او وروستی ټیسټ یې منفي شو .

د مشر منظور پښتون د کرونا ناروغي ټیسټ د روژې میاشتي په وروستیو کې مثبت را وتلی وو.

وروسته له هغه مشر ځان قرنټین کړ او له لیدنو یې ډډه وکړه .‌ که څه هم د مشر دوه ټیسټونه شوي‌وو یو یې په خپل نوم او بل یې په پردي‌ نوم د خوندي توب په موخه کړی وو؛ خو له بده مرغه دواړه ټیسټونه هغه مهال مثبت راوتلي وو.‌

اوس مشر منظور پښتون قام او ولس ته په یوه غږیز پیغام کې خبر ورکړ چې وروستی ټیسټ یې منفي دی او کرونا ناروغي یې جوړه شوې ده

.

مشر منظور پښتون له ولس نه غواړي ‌چې د ډاکترانو لار ښوونو ته پاملرنه وکړي‌او د ځانونو د صحت خیال وساتي .‌

تر مشر منظور پښتون وړاندي د عليوزیر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځینو نورو مخورو ټیسټونه هم مثبت راغلي وو.

اوس مهال په نړۍ کې زیات شمېر سیاسیون، چارواکي، ستوري او مشهور خلک پر کرونا اخته شوي چې یو شمېر یې ترې رغېدلي هم دي.

په یو شمېر هېوادونو کې د کرونا له کبله په لاره اچول شوي محدودیتونه نرم شوي او قرنطینونه مات شوي، خو د کرونا وبا تر اوسه په بشپړه توګه نه ده ختمه شوې.

لا هم نړۍ د کرونا ویروس د ختمېدو یا نه ختمېدو له ورک نومي حالت سره مخ ده.

په ورته مهال د چین ووهان او جیلین ښارونه بیا قرنطین کیږي، ووهان ښار چې د کرونا ویروس د پیدا کېدو اصلي مرکز ګڼل کیږي، چې میاست وړاندې له کرونا پاک اعلان شوی و او عادي ژوند په کې بېرته پیل شوی و.

د چین په ووهان ښار کې د کرونا ویروس تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او وېره دا ده چې کېدای شي دا د کرونا ویروس دویمه څپه وي.

وړاندې تر دې د روغتیا نړیوال سازمان په ګډون یو شمېر ساینسپوهانو او روغتیاپالانو هم د کرونا ویروس د دویمې څپې د ممکنه خپرېدو خبرداری ورکړی و.

اوس مهال چې کرونا ویروس بیا په چټکۍ په خپرېدو شو، زیات شمېر هېوادونو قرنطینونه مات کړل او بېرته ورسره عادي شول، چې دا به نړۍ د کرونا ویروس له دوه چنده زیان سره مخ کړي. چې هم مهاله به نړۍ له سخت اقتصادي او روغتیایي بحران سره هم مخ کړي.

د مشر منظور پښتین د کرونا دوه ټېسټونه شوي دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.