The news is by your side.

اسپانیا له افغانستان نه خپل سرتېري وباسي

خبریال وېب پاڼه/د اسپانیا د دفاع وزارت په خپل وروستي بیان کې ویلي چې له افغانستان څخه د خپلو نظامیانو د ویستلو پر تګلاره کار کوي.

د آل پایس ورځپاڼې د راپور له مخې د اسپانیا دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د روان زیږدیز کال په پای او یا د را روان کال په لومړیو کې به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

د سرچینې په وینا ډېر امکان شته چې د همدې ۲۰۲۰ ز کال تر ورستیو پورې اسپانیا له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي.

په افغانستان کې د اسپانیا پوځیان د ناټو غوڅ ملاتړ تر سیوري لاندې افغان امنیتي ځواکونو ته د روزنې ورکولو دنده  په غاړه لري، چې ټولیز شمېر یې د کرونا وبا تر راتګ وړاندې ۶۹ کسانو ته رسېده. په داسې حال کې چې په عراق کې د اسپانیا د پوځیانو شمېر ۵۳۰ دی.

اعلامیه کې راغلي چې اسپاینا له عراق څخه هم خپل سرتېري وباسي او تاکل شوې ده د روان کال د دوبي تر پای پورې یې له عراق څخه خپل ځواکونه وباسي.

له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې له لومړۍ هوکړې وروسته په افغانستان کې د امریکا شریکان ټول یو بله پسې د خپلو ځواکونو د ویستلو خبر ورکوي. په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په خپلو څرګندونو کې د امریکایي سرتېرو په ژر تر ژره ویستلو ټینګار کوي. نوموړي څو ځله ویلي چې د دوی سرتېري په افغانستان کې د پولیسو دنده مخته وړي چې په وینا یې دا کار باید د افغانستان پولیس او امنیتي ځواکونه وکړي.

شاوخوا دری میاشتې وړاندې امریکا او طالبانو د سولې لومړنی توافق وکړ چې له مخې یې دغې وسله والې ډلې ژمنه وکړه چې له افغان حکومت سره به خبرو ته کېني او د القایدې ډلې پر وړاندې به کوټلي ګامونه اخلي خو د څو میاشتو په تېرېدو یې نه یوازې له افغان حکومت سره خبرې پیل کړې دي بلکې په دې وروستیو کې د القایدې په ملاتړ هم تورن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي بیان کې طالبان د القایدې په ملاتړ تورن کړي او ویلي دي چې دغه وسله واله ډله لا هم د نوو ترهګرو دلو سره تودې اړیکې لري.

د امریکا او اسپانیا په ګډون په افغان جګړه کې شاوخوا ۳۹ هېوادونه په یو دریخ راغلي چې (یو ځای به ځو او یو ځای به ترې را وځو). له طالبانو سره د شوې هوکړې له همخې ټاکل شوې ده په را روان ۲۰۲۱ کال کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.