The news is by your side.

امریکا کې شدید لاریونونه او د بشري ناورین اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/امریکا له تېرو یوې اونۍ را هیسط د یوه تور پوستي د وژلو له امله لاریونونو زور اخیستی، روغتیایي چارواکو یې له ستر بشري ناورین اندېښنه لري.

په امریکا کې د وروستیو قهرجنو لاریونونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې زیاېدو له امله د دغه هېواد روغتیایي چارواکو حکومت ته خبرداری ورکړی چې که لاریونونه قابو نه کړي، امریکا به د یو بل ستر بشري ناورین ښکار شي.

امریکا وروسته له هغه د سترو لاریونونو کوربه شوه، چې تېره اونۍ د یوه سپین پوستي پولیس لخوا یو افریقایي الاصله تور پوستی امریکایی په عام محضر کې تر شکنجې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. له همغې وروسته د امریکا ټول تور پوستي را پارېدلي دي او تر ګڼو شعرونو لاندې چې (موږ عربان نه یو چې و مو وژنئ او غږ پورته نه کړو) خپلو قهرجنو لارویونونو ته دوام ورکړی دی.

تازه د ډونالډ ټرمپ لخوا د امریکا د ګڼو ښارونو والیانو او چارواکو ته لارښوونه شوې ده چې د لاریون کوونکو د مهار کولو لپاره دې له زور څخه کار واخلي. نوموړي په یوه جذباتي وینا کې وویل چې زه د امریکا د هر وګړي د ژوند مسؤل یم او په وینا یې د تور پوستي د وژلو قضیه هم په جدي توګه څېړل کېږي او انصاف به ورسره کېږي.

ویل کېږي د فلورید په نوم د وژل شوي تور پوستي په قتل تورن پولیس هم یوه امن زندان ته لېږدول شوی دی.

په امریکا کې تر دې دمه د کرونا وبا له امله څه د پاسه ۱۰۵ زره کسان مړه شوي دي او تر یو ملیون، ۸ لکه او ۵۹ زرو زیاتې مثبتې پېښې په کې ثبت شوې دي.

د دغه هېواد روغتیایي پالان اندېښنه لري چې د لاریونونو پر مهال خلک ټولنیز واټن نه مراعاتوي او زیاتوي چې له همدې امله د یو لوی بشري ناورین د پېښېدو وېره شته ده.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپل وروستي بیان کې یو ځل بیا ګواښ کړی چې کرونا وبا لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. دوی پر نړیوالو غږ کوي چې تر اوسه د دغې وبا په هکله د کمزورۍ هېڅ سوراغ نه دی لیدل شوی نو په وینا یې باید د روغتیا پالانو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د امریکا روغتیایي چارواکو امنیتي مسؤلینو ته خبرداری ورکړی چې د خلکو په ژر تر ژره مهار کولو کې لاس په کار شي تر څو په امریکا کې د کرونا روان خطر نور هم سخت نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.