The news is by your side.

د یوسفزۍ ټویټ او د پښتنو توند غبرګونونه

خبریال وېب پاڼه/د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملالې یوسفزۍ په خپلو تازه ټویټري پیغامونو کې د امریکا له تور پوستو له لاریونونو څخه ملاتړ کړی دی.

پښتنې ملالې یوسفزۍ چې د نوبل جایزه یې هم ګټلې ده، په خپل وروستي ټویټ کې یې د امریکا د تورپوستو له لاریونونو څخه ملاتړ کړی دی چې په لر او بر افغانستان کې د پښتنو له توند غبرګون سره مخ شوې ده.

نوموړې وروسته له هغه د امریکایي لاریون کوونکو څخه په ملاتړ په خپله ټویټر پاڼه دری ټویټونه وکړل چې تېره اونۍ د یوه سپین پوستي پولیس لخوا یو افریقایي الاصله تور پوستی امریکایی په عام محضر کې تر شکنجې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه. له همغې وروسته د امریکا ټول تور پوستي را پارېدلي دي او تر ګڼو شعارونو لاندې چې (موږ عربان نه یو چې و مو وژنئ او غږ پورته نه کړو) خپلو قهرجنو لارویونونو ته دوام ورکړی دی.

د نوموړې په ټویټر ګڼو پښتنو او د نظر خاوندانو تبصبرې کړې دي او د نوموړې لخوا یې د پښتن پر وړاندې د نوموړي توپیري چلند غندلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرتابه ټیم غړي علي وزیر په ملاله یوسفزۍ باندې نیوکه کړې چې د پښتنو لپاره ولې غږ نه اوچتوي. ښاغلي وزیر د ملالۍ ټویټ بدرګه کړی او ورسره لیکلي یې دي:

((ښه سمه ده، د تور پوستیو د ژوند موضوع ده،

خو د جنوبي آسیا د فاشستانو لخوا د پښتون او بلوڅ په څېر د اقلیتونو په نښه کول او وژل څنګه؟ د امریکا په څېر پېښې دلته د ورځې لس ځله کېږي))

نوموړي په پېغوري انداز ملالۍ ته اشاره کړې ده چې دا بې طرفي ده او که حقیقت سالاري؟!

د یادونې وړ ده چې په کوزه پښتونخوا کې د ترهرګر سالار آی اېس آی لخوا وخت نا وخت پښتانه مشران په نښه کېږي او له منځه وړل کېږي. په دغه خونړۍ خاوره باندې په تېرو څو کلونو کې په زرګونه پښتانه شهیدان شوي او یا هم بیخي تری تم دي.

په دې وروستیو کلونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو د حقونو لپاره د حق نارې پیل کړې دي چې ډېری وخت د همدې غورځنګ مخکښ مشران هم د پاکستان د څارګرې ادارې تر برید لاندې راځي چې تېره میاشت د عارف وزیر افغان شهادت یې وروستۍ پېښه بلل کېږي.

د ملالۍ ټویټ ته یو شمېر نورو پښتنو هم غبرګونونه ښودلي دي. د شریف پاچا په نوم یو کس ورته لیکلي دي:

((د پښتنو ژوند هم یوه مسئله ده. که ته خپلو پښتنو ته درناوی نه لرې، ته نورو انسانانو ته درناوی ه شې لرلی. تر هر څه د مخه باید د هغې خارې په هکله فکر وکړې چې ته یې اوسني دریځ ته رسولې یې))

لاندې یو بل کس د پاکستاني پوځیانو انځورونه پورته کړي دي چې پښتانه یې شکنجه کړي دی، نوموړي هم د طعنې په توګه ورته لیکلي دي، د پښتنو په هکله دې څه خیال دی؟

د سمیرا نوري په نوم یوې بلې ټویټر کاروونکې ورته لیکلي دي:

(زه فکر کوم د پښتنو ژوند بیخي ارزښت نه لري!؟ ځکه له تا مې کله هم د پښتنو د وژنو پر وړاندې کوم څه اورېدلي نه دي)

په ملاله یوسفزۍ باندې وخت نا وخت ورته نیوکې کېږي او یو شمېر پښتانه خو یې وار له مخې د پاکستان د څارګرې ادارې اجنټه بولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.