اندونیزیا خپل وګړي له سږني حج کولو منع کړل

خبریال وېب پاڼه/د الجزیرې تلویزیون د خبر له مخې اندونیزیا د سعودي له اعلان وړاندې د خپل هېواد وګړي له سږني حج کولو منع کړل.

د نړۍ تر تول لوی اسلامي هېواد اندونیزیا په خپل وروستي اقدام کې اعلان وکړ چې سږ کال به د کرونا وبا سره د مبارزې په موخه خپل وکړي حج ته نه لېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روژې په ۲۸ مه اندونیزیا په عربستان غږ کړی ؤ چې د سږني حج کولو په هکله دې اسلامي هېوادونو ته خپله پرېکړه واوروي. د دغه هېواد د مذهبي برخې وزارت په یوه بیان کې سعودي څخه غوښتي وو چې د روژې له پای ته رسېدو وړاندې باید د سږني حج کولو او یا نه کولو په هکله د نړۍ مسلمانانو ته خبر ورکړل شي. که څه هم په ښکاره د دغې پرېکړې د غوښتنې په اړه څه نه نه وو ویل شوي خو شاوخوا دوې میاشتې د حج مراسمو ته پاتې دي. په دې موده کې ډېری هېوادونه د خپلو حاجیانو لپاره په سعودي کې د اوسېدو او دغه راز د دوی د تګ لپاره چمتووالی نیسي.

حج کول د اسلام له پینځو بناو څخه شمېرل کېږي چې په عمر کې په هر عاقل، مسلمان او هغه چا چې حج ته د تک او راتګ وس ولري، یو ځل فرض دی. هر کال سعودي عربستان ته د کعبې شریفې زیارت او نورو اسلامي ارکانو د ځای پر ځای کولو او اداینې لپاره په ملیونونو مسلمانان ځي. د شمېرو له مخې تېر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د حج لپاره سعودي عربستان ته څه د پاسه ۲،۵ ملیونه مسلمانان تللي وو.

اندونیزیا د اسلامي نړۍ په کچه د مسلمانانو تر ټولو لوی جمیعت جوړوي چې هر کال تر دوه لکه او ۳۱ زره زیات وګړي د سعودي عربستان د سهیمې له مخې حج ته لېږي. دا شمېر د نورو اسلامي هېوادونو په پرتله تر ټولو لوی هغه دی.

د اندونیزیا چارواکو ویلي دي؛ سره له دې چې دا پرېکړه سخته وه خو دا چې له کرونا وبا سره مبارزه کې بریالي شو، په کار ده چې سږني حج کولو ته خپل وګړي پرې نه ږدو.

تېره اونۍ سعودي عربستان په خپل ګرځبندیز کې نرمښت راوست او د نبوي جومات په ګډون یې زرګونه نور مسجدونه هم د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل خو په مکه ښار کې چېرته چې کعبه شریفه واقع ده، لا هم په کې ګرځبدیز دی.

که څه هم څه موده مخکې د سعودي د مذهبي چارو وزیر پر مسلمانانو غږ کړی ؤ چې د سږني حج کولو اراده دې وځنډوي او د حج په هکله دې له چا سره تړون نه کوي خو په رسمي توګه د سعودي حکومت اسلامي هېوادونو ته د سږني حج د نه کولو پرېکنده دریځ اورولی نه دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum