The news is by your side.

د مغزي تومور د درملنې لپاره د کاناډایي پوهانو خوشبیني

خبریال وېب پاڼه/د مغزي تومور د له منځه وړلو لپاره د پوهانو یوې ډلې لومړنیو آزمایښتونو هیله بښونکې پایلې لرلې دي.

د یورو نیوز د خبر له مخې کاناډایي روغتیایي متخصصیانو په دې وروستیو کې پر موږکانو باندې د مغزي تومور یا سرطان د له منځه وړلو ازموینې کړې دي، چې پایلې یې هیله بښونکې دي او تمه ده تر ۲۰۲۲ کال پورې یې ازموینې پر انسان هم وشي.

مغزي تومور چې یوه وژونکې ناروغي ده او پرې اخته شوي کسان تر یو کال زیات ژوند نه شي ترې کولی. په دې کې یوازې ۳ سلنه کسان له تشخیص وروسته په استثنایي ډول تر شاوخوا پینځو کلونو پورې ژوند کولی شي او بیا یې دغه ناروغي را پرځوي.

هر کال د نړۍ په کچه له دغې ناروغۍ څخه  څه د پاسه ۲۴۱ زره کسان ژوند له لاسه ورکوي. افغانستان کې هم د مغزي تومور ناروغۍ زیاتې دي چې ناروغان یې د لنډ مهاله درملنې او تشخیض لپاره ګاونډي پاکستان او هند ته ځي.

په افغانستان کې که څه هم د جګړو له امله د مړینې ګراف لو بلل کېږي خو هر کال د ځینې ساري او وژنکو ناروغیو له امله هم زرګونه افغانان روغتیایي آسانتیاو ته د لاسرسي د نشتون له امله خپل ژوند ه لاسه ورکوي.

په تېرو دوو لسیزو کې څه هم په هېواد کې د روغتیایي برخې لپاره ډېرې نړیوالې مرستې شوې دي خو تر اوسه هم په ټول هېواد کې یو معیاري روغتون نشته چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د خپلو هېوادوالو د تګ مخه پرې را ونیسي.

له تومور ناروغۍ څخه چې د سرطان یو ډول دی، په نړیواله کچه د ژوندي پاتې کېدو هیلې که څه هم صفر بلل کېږي خو د کاناډا د تورنتو او مک مسټر پوهنتونونو روغتیایي مخصصین وایي چې د دې ناروغۍ د قابو کولو او یا پرې د اخته شویو کسانو د ژوندي پاتې کېدو لپاره یې هیلې زیاتې شوې دي. مغزي تومور چې د انسان په مغز کې پړسوب را منځته کوي، تر ټولو خطرناکه او وژونکې ناروغي ده.

پوهانو پر موږکانو دغه څېړنه کړې ده چې آیا دوی کولی شي د مغزي تومور پر وړاندې د خپل وجود امني ځواک پیاوړی کړي او کنه، چې ویل کېږي دغه آزمایښت ډېر هیله بښوونکی ؤ.

روغتیا پالان په لومړنیو پړاوونو کې خپل ټول آزمایښتونه له څارویو او حیواناتو څخه را پیلوي او هڅه کوي په وروستیو پړاوونو کې یې په داسې څارویو چې له انسان سره یې د بدن امني سیستم ورته والی ولري، خپل ټېسټ پرې وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.