The news is by your side.

خوست کې یو زده کوونکي د ښوونځي درسونو لپاره یوټیوب کانال جوړ کړی

خبریال وېب پاڼه/ شبیر احمد د خوست ولایت اړوند د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې د یوولسم ټولګي د الف ګروپ زده کوونکی دی.

هغه وخت چې ښوونځي د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په موخه رخصت شول، شبیر احمد وار خطا نه کړ او د خپلو ټولګیوالو سره د مرستې لپاره یې د خپل مبایل په ملتیا په انټرنېټ کې د یوټیوب چېنل جوړ کړ.

اوس هره ورځ د خپل ټولګي درسونه له دې لارې له خپلو همزولو سره شریکوي او د خپلو ټولګیوالو ترڅنګ زرګونه نور زده کوونکي هم ترې استفاده کوي.

شبیر وايي، له خپل ښوونځي سره بې کچې مینې اړ کړم چې په هېڅ صورت باید له خپلو ټولګیوالو سره درسي رابطه پرې نه کړم او خپل زده کړي درسونه له دوی سره شریک کړم.

دی زیاتوي، ټول زده کوونکي باید په دې حساسو شېبو کې د هرې ممکنې لارې له خپلو همزولو سره په درسونو کې همکاري وکړي.

ترڅنګ یې له ټولو زده کوونکو غوښتنه کوي چې د غرغښت ټلوېزیون له لارې دې هم خپل درسونه تعقیب کړي او خپل قیمتي وخت دې بې ځایه تېر نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو سره سم ټولې ښوونیزې او تحصیلې ادارې تر نا معلوم وخت وتړل شوې.

اوس مهال د ښوونځیو زده کوونکو ته د سیمه اییزو ټلوېزیونونو له لارې درسونه خپریږي او د پوهنتونونو زده کړیالانو ته پر انلاین توګه درس ورکول کیږي.

که څه هم کرونا په بشپړه توګه نه ده مهار شوې او ورځ تر بلې یې د مثبتو پېښو شمېر لوړیږي، خو یو شمېر معلومات ښایي، چې ګواکې حکومت به ښوونیزې او تحصیلې ادارې بېرته پرانیزي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.