The news is by your side.

ولسمشر غني د دیني عالم آیاز نیازي د شهادت د ارزونې په پار پلاوی وټاکلو

خبریال وېب پاڼه/ ولسمشر محمد اشرف غني د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات خطیب او دیني عالم آیاز نیازي او ورسره د یو شمېر لمودځ کوونکو د شهادت د ارزونې په پار پلاوی وټاکلو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، ولسمشر غني د شهید آیاز نیازي او د شهید شویو لمونځ کوونکو د شهادت د هر اړخیزې اروزنې په موخه د نج او اوقافو وزارت د وزیر عبدالحکیم منیب په مشرۍ د ارزونې شپږ کسیز پلاوی وټاکلو.

صدیقي زیاتوي، چې په دې پلاوي کې د علماوو سر تاسري شورا، لوی څارنوالۍ، ملي امنیت شورا دفتر، کورتیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست با صلاحیته استازي غړیتوب لري.

د ولسمشر غني د فرمان پر اساس دې پلاوي ته دنده ټاکل شوې، چې د شهید آیاز نیازي او نورو شهیدادو د شهادت موضوع دقیقه وارزوي او خپل اجرأت او موندنې د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام ته وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام شاوخوا ٧:٢٥ دقیقې د کابل په وزیر اکبر خان جامع چومات کې ځانمرګي بریدګر چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او د جومات د خطیب او دیني عالم آیاز نیازي په ګډون یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول. ویل کیږي د بریدګر اصلي موخه مولوي آیاز نیازی وو، چې په شهادت یې ورساوه.

عامو خلکو له حکومت غوښتي چې د دې پېښې اصلي عاملین دې ژر تر ژره پیدا کړي او د قانون له مخې سزا دې ورکړل شي.

دا لومړنی دیني عالم نه دی چې پرې ځانمرګي بریدونه کیږي، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد یو شمېر جید او ممتاز دیني عالمان په ځانمرګو بریدونو کې په شهادت رسېدلي دي.

تر اوسه کومې ترهګرې ډلې د دې برید مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.