The news is by your side.

هند؛ پاکستان دې په افغانستان کې د ترهګرۍ ملاتړ پرېږدي

خبریال وېب پاڼه/هندي چارواکو د ملګو ملتونو لخوا خپاره شوي راپور ته اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي چې پاکستان دې د ترهګرۍ له ملاتړ لاس واخلي.

د افغانستان دوست هېواد هند په خپل وروستي بیان کې د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان په هکله خپاره شوي راپور ته اندېښنه څرګنده کړې او وایي چې پاکستان دې په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

هندوستان وروسته له هغه په افغانستان کې د پاکستان لخوا د ترهګرو له ملاتړه اندېښنه څرګندوي چې تازه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره خبرې تودې شوې دي او ټاکل شوې ده را روانه جوزا میاشت په ازبکستان یا جرمني کې پیل شي.

د سولې په چارو کې یو شمېر سرچینې وایي چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل پورې به دولت پاتې ۲۰۰۰ نور طالب بندیان هم خوشي کړي او د جګړې د دواړو لوریو لخوا روان نا اعلان شوی اوربند یا اورکم به همداسې دوام وکړي.

له اختر را په دې خوا که څه هم د وسله والو طالبانو لخوا تهاجمي بریدونه کم شوي دي، خو په ټپه درېدلي نه دي. په دې موده کې د دیني عالمانو او ملکیانو وژل زیات شوي دي. په تېره یوه اونۍ کې د وسله والو مخالفینو په هدفي وژنو کې د هېواد دوې لویې دیني سټې هر یو دوکتور صافی چې یوه اونۍ وړاندې د خپلو ماشومانو پر وړاندې په شهادت ورسېد او تازه تېره شپه ښاغلی ډاکتر ایاز نیازی په شهادت ورسېد.

وسله وال مخافین چې د پاکستان د څارګرې ادارې کلک ملاتړ له ځان سره لري، په افغانستان کې دیني علماء، د نظر خاوندان او ټول هغه ملکي او نظامي وګړي چې د هېواد پالنې او اسلام سالارۍ کلکې عقیدې لري، په نښه کوي او په شهادت یې رسوي.

په تېرو دو اونیو کې پر ملکي وګړو د ماین چاودنې چې د وسله والو طالبانو لخوا ځای پر ځای کېږي، ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ سریسوتي وایي چې دوی له اوږدې مودې په افغانستان کې د پاکستان لخوا د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په تېره بیا د القایدې سره په همغږي کولو کې د پاکستان پر ونډه څارنه کوي. نوموړی زیاتوي چې پاکستان د یادو شویو ټولو ترهګرو ډلو د انسجام او همغږۍ اصلي لوبغاړی او مرکزیت دی.

ښاغلي سریسوتي زیاته کړه چې اوس مهال هم په افغانستان کې تر ۵۰۰ زیات پاکستاني ترهګر فعالیت کوي او دا مسئله د دوی لپاره د جدي اندېښنې وړ ده. نومړي بر نړیواله ټولنه غږ وکړ چې پر پاکستان فشار راوړي او په افغانستان کې په ترهګرۍ پالنه کې د دغ هېواد لاسونه ور لنډ کړل شي.

پاکستان تر دې مهاله د هند د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي خو په سیمه کې د ټولو ترهګرو فعالیتونو تر شا د پاکستان لاس شته دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.