The news is by your side.

انګلستان او ویسټنډیز په کرونا ځپلې نړۍ لومړی کرېکټ پیلوي

خبریال وېب پاڼه/له تېرو څو میاشتو را هیسې نړیوال کرېکټ د کرونا وبا د خپرېدو او نړیوال کېدو له امله ځنډېدلی دی چې په دې موده کې نه یوازې نړیوال، بلکې کورنی کرېکټ هم شوی نه دی.

د ویسټنډیز کرېکټ بورډ د انګلیستان پر وړاندې د دریو ټېسټ لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی، خو له ډلې یې تر دې دمه دریو لوبغاړو انګلستان ته له تګ څخه انکار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر هېوادونو د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د خپلو نړیوالو لوبو لپاره د چمتووالي خبرونه ورکړي دي. په ویسټنډیزۍ لوبډله کې شیمرون هټمایر، ډیرن براوو او کیمو پاول هغه لوبغاړي دي چې انګستان ته له تګ څخه یې انکار کړی دی.

ټاکل شوې وه د انګلستان او ویسټنډیز تر منځ په همدې روانه جون میاشت کې د انګلستان په کوربتوب یادې شوې دری لوبې وشي خو د کرونا وبا له امله د جون میاشتې ته وځنډېدلې.

د کرونا وبا له امله د هندوستان د کرېکټ غوره لیګ سیالۍ هم وځنډېدلې او تر اوسه یې هم د ترسره کېدو او نه تر سره کېدو په هکله کره معلومات خپاره شوي نه دي خو د دغه هېواد د کرېکټ بورډ چارواکو په ځینو مرکو کې ویلي چې که آسیا جام سیالۍ و نه شي، دوی به د آی پي اېل سیالۍ ترسره کړي.

انګلستان چې د کرونا وبا هم ځپلی دی، په ټول هېواد کې یې د دغې ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره سخت شرایط وضع کړي دي او له بهر څخه چې څوک دغه هېواد ته ورځي، د یوې مودې لپاره به کرنتین کېږي او وروسته به خپل اړوند ځای ته د تللو اجازه ورکول کېږي.

د ویسټنډیزۍ لوبډلې د ورتګ په پار هم د انګلستان کرېکټ بورډ ویلي دي چې تمه ده د روانې جون میاشتې په ۹ مه نېټه به د ویسټنډیز لوبډله انګلستان ته ورسېږي چې له ۲۱ ورځني کرنتین وروسته به د لوبې دګر ته ووځي.

په ورته وخت کې د انګلستان کرېکټ بورډ وایي چې ویسټنډیزۍ لوبډله به د رنتین پر مهال تمریناتي لوبې هم کوي. د بورډ د معلوماتو له مخې په دغه سریز کې به د انګلستانۍ لوبډلې کپتاني بین سټوکس کوي. دا چې ولې د جیو روټ پر ځای د انګلستان لوبډلې مشري سټوکس ته ورکړل شوې، لامل یې څرګند نه دی.

د دغو دوو هېوادونو تر منځ به لومړۍ لوبه د جولای په ۸ مه، دویمه یې د همدې میاشتې په ۱۶ مه او وروستۍ لوبه به بیا د جولای پر ۲۴ مه نېټه پیل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.