The news is by your side.

ګراهام: تېروتنې باید پای ته ورسوو له افغانستان ځواکونه وباسو

خبریال وېب پاڼه/ امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام وایي، تېروتنې باید پای ته ورسوو او له افغانستان خپل ځواکونه وباسو.

یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه.

امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام تازه د افغانستان د وضعیت، سولې، روانې جګړې او سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته یو لیک استولی دی.

نوموړي په دې لیک کې ویلي چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستان و ایستل شي ځکه پوره ۱۹ کاله جګړه په دغه هېواد کې یوه تېروتنه وه.

د ده په خبره پر طالبانو او افغانستان یوازې د دې لپاره برید چې دوی د القاعده شبکې مشران ساتلي یوه تېروتنه وه او نور امریکایي سرتېري باید له افغانستان و ایستل شي.

ګراهام همدا راز وایي چې امریکایي چارواکي دې له طالبانو سره له شوې هوکړې ځان ډاډه کړي او دغه هوکړه باید په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړي چې بیا ځلې امریکا او د امریکا متحدینو ته له دې هېواد ګواښ پېښ نه شي.

ګراهام د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی او د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور او درانه لګښتونه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍ وړاندې د امریکا متحده آیالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له افغانستان نه د ټولو ځواکونو د ویستلو خبره کړې وه.

نوموړي ویلي وو، چې نور په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ١٩ کلن حضور پای ته رسوي.

ویل کیږي، ټرمپ په اوونۍ دوه کې د امریکا پوځي لوړ پوړي چارواکي پر دې مسلې د بحث لپاره سپینې ماڼۍ ته وغواړي او ممکن د ځواکونو د ویستلو بهیر د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو وړاندې ترسره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.