د امریکا په ګډون څلور هېوادونه پر بین الافغاني مذاکراتو غږېدلي
خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو لپاره هلې ځلې زیاتې شوې دي او هڅه کېږي چې ژر دغه لړۍ پیل شي.
د امریکا په ګډون روسیې، چین او پاکستان په افغان سوله خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې هر څومره ژر کېدلی شي بین الافغاني مذاکرات دې پیل شي.
شاوخوا دری میاشتې وړاندې امریکا او وسله والو طالبانو د خپل منځي هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د دواړو تر منځ ټولیز اوربند ته یې لار هواره کړه خو د وسله والو طالبانو لخوا پر افغان امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو باندې د دغې اورپکې ډلې بریدونو دوام وموند او تر کوچني اختر پورې یې د جګړې شدت ته دوام ورکړ.
په کوچني اختر کې د وله والو مخالفینو له خوا د دری ورځني اوربند په بدل کې ولسمشر محمد اشرف غني هم د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او تر څنګ یې د ۲۰۰۰ طالب بیندیانو د خوشي کولو امر هم ورکړ، چې د اختر په ورځو کې خوشي شول.
که څه هم په ښکاره اعلان و نه شو خو له اختر وروسته هم په خفیه ډول د وسله والو طالبانو لخوا اور کم دوام وکړ او تر اوسه یې پراخ بریدونه پیل کړي ه دي خو ځای ځای پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کوي چې تېره اونۍ یې هم د پکتیا په ډنډ پټان کې شاوخوا ۱۲ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړولې وه. په دغه برید کې یو شمېر طالبان هم هلاک شوي وو.
بین الافغاني مذاکراتو ته په کور د ننه او بهر خوشبینۍ زیاتې شوې دي او تمه ده د را روانې جوزا میاشتې په وروستیو کې دغه مذاکرات په ازبکستان یا جرمني کې پیل شي.
د سولې په هکله ځینو سرچینو ویلي دي چې تر بین الافغاني مذاکراتو پورې به د طالبانو او دولت تر منځ روان نا اعلان شوی اوربند دوام وکړي او د جګړې دواړه اوري به پاتې بندیان هم سره تبادله کړي، چې په دې کې ۲۰۰۰ د طالبانو بندیان دي او څه د پاسه ۶۰۰ د حکومت بندیان هم له طالبانو سره دي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وایي چې ټولو اړخونو ټیګار کړی چې ژر تر ژره دې د بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته سلار هواره شي. دوی ټینګار کړی دی چې هر څومره ژر کېږي، باید بین الافغاني خبرې پیل شي.
امریکا، چین، روسیې او پاکستان په خپلو ګډو خبرو کې هیله څرګنده کړې ده چې د بین الافغاني خبرو له پیلېدو سره به په افغانستان کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.