The news is by your side.

د امریکا پخواني او اوسني دفاع وزیرانو د ټرمپ مخالفت کړی

خبریال وېب پاڼه/په امریکا متحده ایالاتو کې د لاریونونو په شدت سره د دغه هېواد پر ولسمشر باندې په کور د ننه او بهر نیوکې هم زیاتې شوې دي.

د امریکا پخواني دفاع وزیر جیمز متیس د ډونالډ ټرمپ پر وړاندې توندې نیوکې کړې دي او وایي چې ټرمپ غواړي په لوی لاس امریکا سره وپاشي. په ورته وخت کې د امریکا اوسني دفاع وزیر هم د ټرمپ له هغې پرېکړې سره چې د لاریون والو پر وړاندې له نظامي ځواک څخه کار واخیستل شي، مخالفت څرګند کړی دی.

په امریکا کې وروسته له هغه لاریونونو زور واخیست چې شاوخوا ۹ ورځې وړاندې د یو سپین پوستي پولیس لخوا یو بې وسلې افریقایي الاصله تور پوستی امریکایی ووژل شو. د جورج فلوید وژنې د تور پوستو امریکایانو غوسه را وپارله او د امریکا حکومت یې په توپیري چلند تورن کړ. له دوی سره زرګونه سپین پوستي حق غوښتونکي هم یو ځای شوي او د سحکومت پر وړاندې د فلوید د وژنې غندونکي شعارونه ورکوي.

ټرمپ څو ورځې مخکې د امریکا په ټولو والیانو باندې غږ وکړ چې د لاریون والو پر وړاندې له زور څخه کار واخلي او دوی مهار کړي خو له هماغې ورځې بیا تر ننه پورې د خلکو او مشهورو امریکايي سیاستوالو له خوا له توندو سنیوکو سره مخ شوی دی.

د شنونکو په وینا داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ د راتلونکې دورې پر وړاندې خڼدونه له همدې اوسه جوړ شي دي او انګېرنې دا دي چې ښایي د نوموړي سیال جو بایډن د امریکا راتلونکی ولسمشر شي خو دا لا هم له وخت وړاندې خبره ده.

تېره ورځ د امریکا دوو پخوانیو ولسمشرانو هم د ټرمپ لخوا د لاریون والو پر وړاندې د زور کارول غندلي وو او دا یې د امریکا لپاره یو شرموونکی خبر بللی ؤ چې د حق غوښتنې په لارویانو باندې دې وزر زیاتی وشي.

جو بایډن هم په یوه غونډه کې خلکو ته وویل چې ټرمپ هڅه کوي هر څه په خپله ګته را وڅرخوي، په داسې حال کې چې سامریکا له ځانه یو سیستم هم لري چې په وینا یې باید دغه حکومتي سیستم او دریځ ته درناوی وشي.

د امریکا د دفاع وزیر د ټرمپ د څرګندونو په هکله ویلي دي چې اوس مهال د بغاوت قانون پلي کول مناسن نه دي او زه یې ملاتړ نه کوم. نوموړي زیاته کړه چې دا قانون باید زموږ وروستی آپشن وي او په خبره یې تر اوسه امریکا دغې سخت حالت ته نه ده رسېدلې چې د لاریون والو پر وړاندې پوځ را مخکې کړو.

د دغه هېواد پخواني دفاع وزیر هم ټینګار کړی دی چې ټرمپ د امریکایانو د یووالي لپاره هېڅ نیت نه لري او هڅه کوي په خپلو سختو څرګندونو امریکا سره وپاشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.