The news is by your side.

د آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ ساختماني کار داوم

خبریال وېب پاڼه/ د آقینې- اندخوی اوسپنې پټلۍ ٣٠ کیلومتړه جوړولو څو میاشتې را هېسې پیل او اوس دا بهېر په عادي او د کړنلارې پر بنسټ دوام لري.

د پروژې سروې او ټیټېیل ډېزاین پروسې د تېر کال په ورستيو کې بشپړ شو او نوې زېږديز کال په سر کې د جوړولو چارې یې پيل شوې.

تر دې دمه په دمسير کې د هوارولو او ډکولو چارې تر نيمايي زياتې بشپړې شوي دي او ۱۴ کيلومټره یې د سلیپر اېښودلو او رېل اېښودلو ته چمتو ده.

همداراز د پلچکونو جوړولو او نصب اړين چارې له مخکې چمتو شوي دي او د ځای پر ځای کولو په موخه سيمې ته لېږدول کيږي او تر دا مهاله د دغو پلچکونو یوه برخه یی نصب شوې هم ده.

د آقينې – اندخوی د اوسپنې پټلۍ د جوړولو قرار داد په ۹/۷/۱۳۹۸ تاريخ کې دافغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې او ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت تر منځ لاسلیک شوی وو.

دا په داسې کې ده چې څو مياشتې مخکې، د اقينې اندخوی داوسپنې پټلی په تمځای کې ۱۰ کيلومټره داوسپنې پټلۍ پراختيايې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

بل لور د اوسپنې پټلې له لارې له افغانستان د توکو صادرات او افغانستان ته یې واردات دوام لري.

په وروستیو ١٠ وروځو کې له یو سلو زرو نه زیات ټنه سوداګریز توکي هېواد ته را وارد شوي دي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې هره ورځ د سوداګریزو مالونو لېږد په منظم ډول دوام لري او په وروستیو ١٠ ورځو کې ١ زرو ٨ سوه ٩٤ واګونونه چې سوداګریز مالونه رانغاوي هېواد ته را وارد شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د کرونا ویروس له کبله د ګرځبندیز د پیل راهیسې له ځنډ پرته په منظم ډول د حیرتان- مزار شریف او د آقینې او تور غونډۍ د اوسپنې پټلۍ له له لارې د توکو لېږد دوام لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.