The news is by your side.

د کمزوري روغتیایي سکټور له امله د ناورین اندېښنې

خبریال وېب پاڼه/په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت لخوا په هېواد کې د کرونا له شدت سره د روغتیایي سکټور د کمزورتیا او وسایلو د نه شتون اندېښنې را برسېرنې شوې دي.

ډیپلومات ورځپاڼه په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان کمزوري روغتیایي سکټور ته په کتو په دغه هېواد کې د روغتیایي ناورین د را مینځته کېدو خبر ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د عامې روغتیا چارواکو خبر ورکړ چې دوی ته هره ورځ تر شاوخوا ۲۰ زره مشکوکې پېښې ورځي چې د روغتیایي آسانتیاو د نشتون له امله یې دوی یوازې د څه د پاسه ۱۷۵۰ سېمپلونو ټېسټ کولی شي او پاتې سېمپلونه په یخچالونو کې ږدي تر څو تر نوبت ور رسېدو پورې خراب نه شي.

په دې وروتیو کې په ټول هېواد کې د کرونا وبا په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده او ځینو روغتیایي چارواکو وار له مخې په ځینو ولایتونو کې د لوړ ګراف کرونا ځپلو خبر ورکړی دی. تېره اونۍ یوې روغتیایي سرچینې خبریال ته ویلي وو چې په کندهار کې ۷۰ سلنه خلک په کرونا وبا اخته شوي دي چې د روغتیایي خدمتونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

ډیپلومات ورځپاڼې هم په خپل مطلب کې ویلي چې دوی د افغانستان اوسني روغتیایي وضعیت ته کتنه کړې ده او زیاتوي چې په افغانستان کې ۸۰ تر ۹۰ سلنه مشکوکې پېښې نه ټېسټ کېږي، چې په وینا یې ښایي همدا د یو لوی ناورین لامل شي.

د دغې سرچینې په حواله کرونا ویروس په افغانستان کې د چټکې پراختیا په حال کې دی او دغه هېواد د مشکوکو پېښو د تثبیت وړتیا نه لري او یوازې د لس سلنه پېشې دوی آزمایلی شي.

تر دې وړاندې هم یو شمېر روغتیا پالو بنسټونو په افغانستان کې د لوی بشري ناورین د پېښېدو اندېښنه شریکه کړې وه او ویلي یې وو چې د دغه هېواد روغتیایي سکټور کې ګڼې ستونزې دي چې ښایي له جګړې وروسته د روغتیا تر ستر بحراني حالت لاندې راشي.

که څه هم تر اوسه له نړیوالو مرستندویه بنسټونو څخه له روغتیایي سکټور سره ګڼې مرستې شوې دي چې ځینې یې لا له وړاندې د افغان حکومت اکونټ ته جمع شوې هم دي خو په ورته وخت کې د شفافیت او روڼتیا د څار بنسټ د دغو مرستو د سم مدیت په برخه کې خپلې اندېښنې شریکې کړې وې.

ډیپلومات ورځپاڼې همداراز زیاته کړې ده چې د کرونا له امله به په افغانستان کې اوسنی روغتیایي سیستم نور هم زیانمن شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.