The news is by your side.

یو بزګر د ګیلاس له یو جریب باغ ۲۰۰زره افغانۍ عاید لاسته راوړي

خبریال وېب پاڼه/ په سمنګان ولایت کې یو باغ لرونکی بزګر د ګیلاس مېوې له یو جریب باغ څخه دوه سوه زره افغانۍ عاید لاسته راوړي دي.

محمد بشیر چې د سمنګان د مرکز د جوی ژوندون کلي اوسېدونکی دی وایي، سږکال یې د تېر هغه په پرتله د ګیلاس مېوې حاصلات د پام وړ زیات وو.

د هغه په خبره، له مودو راهیسې په بزګرۍ بوخت دی خو پر وینا یې د کرنې وزارت په مرسته یې څلور کاله مخکې په یو جریب ځمکه کې د ګیلاس ونې وکرلې چې له هغه وروسته یې اقتصادي وضعیت هم ښه شوی دی.

د نوموړي په وینا پروسږ کال یې هم د باغ حاصلات ښه وو خو سږ یې دومره باور نه کېده چې له خپل باغ څخه به ۲۰۰ زره افغانۍ عاید لاسته راوړي.

بل خوا د کرنې وزارت وایي، دوی تر اوسه په سمنګان ولایت کې د پنځه سوه په شاوخوا کې د ګیلاس میوې باغونه جوړ کړي دي.

سږ کال د افغانستان له یو شمېر ولایتونو د مېوو په ښه حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.

سږ کال په فراه ولایت کې هم د هندواڼو حاصلات ٦٨٩ ټنو ته رسېدلي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې دغه ولایت کې د هندواڼو د حاصلاتو کچه سلګونه ټنو ته رسیږي، خو ځایي کروندګر شکایت کوي، چې هندواڼه یې په ارزانه بیه پلورل کیږي او ان کله کله یې حاصل د بازار او مارکېټ د نه شتون له امله خراب شي.

د فران د کرنې ریاست وایي، سږکال په فراه کې په ١٩زره او ١٥٠ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوي دي.

د یاد ریاست چارواکي زیاتوي، چې د دې محصولاتو د کروندو زیاتوالي او د څارنې پایلې ښیي چې یاد محصول د تېر کال په پرتله ٠,٦ سلنه زیاتوالی کړی.

تېر کال په فراه کې ١٨زره او ٤٧ هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې وې چې له دغو کروندو څخه ٦٥٠زره او ٢٦٨ مټرېک ټنه هندواڼې تولید شوې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.