امریکا کې ټاکنیز کمپاین میدان ټولنیزو رسنیو ته پرېښی

خبریال وېب پاڼه/د کرونا وبا له امله په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ټول تمرکز ټولنیزو رسنیو ته شوی دی.

وروسته له هغه چې کرونا وبا ټوله نړۍ وځپله، په امریکا کې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین لپاره میدان ټولنیزو رسنیو ته خوشی شوی دی او هره ورځ په کې اټکلي رایې اچونې کېږي.

په امریکا کې د را روانو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کمپاین سږ یا تېر کال نه دی پیل شوی، بلکې وروسته له هغه چې په ۲۰۱۶ ز کال کې ډونالډ ټرمپ په یو نا ببر او نه وړاندې ویونکی حالت کې د امریکا ولسمشر شو، د ډیموکراتانو لخوا له همغه وخت را وروسته د نوموړي پر وړاندې د کمپاین غیر مستقیمې هڅې پیل شوې.

په امریکا کې دوه لوی ګوندونه دي چې تل له یوه یې ولسمشریزو تاکنو کې نوماند یا نومانده بریالۍ کېږي او دا دوه ګوندنه جمهوریت پال او ډیموکرات هغه دي چې تېر ځل د جمهوریت پال ګوند نوماند (ټرمپ) د ټاکنو میدان وګټلو او خپلې سیالې هلیري کلنټن ته یې ماته ورکړه. که څه هم وړاندوینه دا وه چې کلنټن به د امریکا د ستاریخ پاڼۍ واړوي او په لومړي ځل به ښځینه په کې د ولسمشري تاج پر سر کړي خو داسې و نه شول او ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنې وګټلې.

په تېرو څلورو کلونو کې ټرمپ هم د روان ۲۰۲۰ کال د ټاکنو لپاره ه کمپاین کولو شا ته پاتې نه ؤ او تل یې هڅه کړې ده په خپلو څرګندونو کې د ځان لپاره کمپاین وکړي خو د کرونا وبا په راتګ سره ټرمپ او د ده سیال بایډن ناچاره شول چې ټولنیزو رسنیو ته مخه کړي.

په دې وروستیو کې د ډونالډ ټرمپ او جو بایډن تر منځ د ګڼو ټولنیزو شبکو نظر پوښتنې وکړې چې تر ډېره جو بایډن مخکښ ښودل کېږي. ټرمپ چې یو احساساتي سیاستوال بلل کېږي، د ټولنیزو رسنیو بر وړاندې هم چوپ پاتې نه شو او تېره اونۍ یې ګواښ وکړ چې ټولنیزې رسنۍ به محدودې کړي ځکه په خبره یې دوی د جمهوریت پالو پر وړاندې بابیز چلند کوي.

که څه هم به ټولنیزو رسنیو کې د ټرمپ شهرت پورته دی او یوازې په ټویټر کې څه د پاسه ۸۱ ملیونه څارونکي لري او په انسټاکرام کې شاوخوا ۲۰ ملیونه کسان فلورز لري. په داسې حال کې چې جو بایډن بیا په ټویټر کې یوازې ۵۰ ملیونه او ۹۰۰ زره څارونکي لري او په انسټاګرام کې یې فالورز س۲ ملیونه او ۲۰۰ زرو ته رسېږي، خو په دې وروستیو کې امریکایان د ټرمپ له سیاست نه بېزاره شوي دي او هڅه کوي بایډن ته رایه ورکړي او همدا لامل دی چې تر اوسه څو سروې ګانو کې بایډن تر ټرمپ مخکښ شوی دی.

هېره دې نه وي چې د افغانستان لپاره د دواړو نوماندانو سیاست پاروونکی او د اندېښنې وړ دی. ټرمپ په خپل بې پروا سیاست د افغانستان روانه جګړه او سوله له نا معلوم برخلیک سره مخ کړې ده او بایډن بیا په خپلو وروستیو مرکو کې د افغانستان د وېشلو په هکله پاروونکې څرګندونې کړې دي چې هغه مهال یې ډېری افغانان پرې را پارولي هم وو.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More