The news is by your side.

د طوطي د آزادولو له امله پاکستانۍ جوړې خپله خدمتګاره ووژله

خبریال وېب پاڼه/یوې پاکستانۍ جوړې په خپل کور کې د یوه طوطي د خوشي کولو لپاره خپله ماشومه خدمتګاره وژلې ده.

پاکستاني پولیسو وروسته له هغه چې یوې جوړې په خپل کور کې د طوطي د خوشي کولو له امله خپله ماشومه کورنۍ خدمتګاره ووژله، دغه ښځه او مېړه یې ونیول.

د زهره بي بي په نوم یوه ۷ کلنه ماشومه چې د پاکستان په راولپنډۍ کې چې د دغه هېواد پلازمېنې ته په څو کیلو مېترۍ کې واقع ده، په یوه بډایه کورنۍ کې د خدمتګارې په توګه کار کاوه. حسن صدیقي او د نوموړي مېرمن چې خپله یې هم یو ۷ کلن زوی درلود، د کور او زوی پاللو لپاره یې زهره بي بي د خدمتګارې په توګه منلې وه.

مختار احمد چې د دغې جنایي پېښې د څېړلو مسؤلیت ور د غاړې دی، د پنجشنبې په ورځ یې د فرانسې یوه خبري آژانس ته وویل چې دغه ماشومه د حس صدیقي او د هغې د ښځې لخوا په دې پلمه چې ګواکې د دوی طوطي یې آزاد کړی دی، په ډېره بې رحمۍ شکنجه کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې حس نومي کس زهره بي بي دومره کلکه وهلې ده چې په خېټه باندې له یوې لغطې سره یې ماشومه سله اخه او توخه غورځولې ده.

د کار د نړیوال سازمان د راپور له مخې په پاکستان کې شاوخوا ۸،۵ ملیونه کسان چې لویه برخه یې ماشومان جوړوي، په دغه هېواد کې د کورنیو خدمو په توګه کار کوي. که څه هم د پاکستان قانونو له ۱۵ کلنې ټیټ عمر لرونکو ماشومانو ته د کار منع اعلان کړې ده خو په دې برخه کې په دغه هېواد کې رواجي قانون تر حکومتي هغه ډېر پلی کېږي.

دغې پاکستانۍ جوړې د تېرې یکشنبې په ورځ شکنجه کړې ماشومه یوه روغتون ته لېږدولې ده چې هلته یې یوه ورځ وروسته ساه ورکړې ده. د روغتون کار کوونکو پولیسو ته خبر ورکړی دی او بیا یې ماشومه خپلې کورنۍ ته چې په پنجاب کې اوسېږي، سپارلې ده.

په پاکستان کې کورني خدمتګاران له بېلا بېلو تاوتریخوالو سره مخ کېږي، چې ډېری یې له جنسي ځورونو سره هم لاس او ګرېوان کېږي. په دغه هېواد کې پلار سالار او ځینې نور کورني محدودیتونه د پېښې قربانیانو ته اجازه نه ورکوي چې خپل غږ اوچت کړي او حق وغواړي.

پاکستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې هم په کې کورني او هم یې حکومتي تشدد ته ولسي وګړي قربانۍ ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.