The news is by your side.

د جګړې له ښکېلو خواوو د کونډو او یتیمانو غوښتنې

خبریال وېب پاڼه/په کندهار کې لسګونه هغو ماشومانو او کړنډو چې خپل پلرونه او خاوندان یې د روانې جګړې له امله له لاسه ورکړي وو، لاریون وکړ.

د کندهار لسګونه هغو کونډو ښځو او ماشومانو چې خپل عزیزان یې د روانې جګړې له امله له لاسه ورکړي دي، لاریون وکړ او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د سولې او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

دغه کونډې او یتیمان وروته له هغه په لاریون لاس پورې کوي چې وړمه ورځ هم په کندهار کې د سړک پر غاړه ماین د ګڼ شمېر ملکي وګړو ژوند واخیس او یو شمېر نور یې سخت ټپیان کړل.

له امریکا سره د وسله والو طالبانو د سولې له لومړني تړون را وروسته شاوخوا دری میاشتې تېرېږي خو لا هم دغې وسله والې ډلې د افغان ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. که څه هم له اختر وروسته د جګړې په لومړۍ کرښه کې د پامکم وکړ کموالی راغلی خو په ولسي کچه لا هم مرګ ژوبله درېدلې نه ده.

یوازې په تېرو دوو اونیو کې تر شلو زیاتو ملکیانو د سړک غاړې ماینونو له امله چې وله والو طالبانو کرلي دي، خپل وند له لاسه ورکړی دی.

په کندهار کې د لاریون والو ښځو لخوا بېلا بېل شعارونه زمزمه کېدل چې یو یې همدا د جګړې له ښکېلو لوریو څخه د تاوتریخوالي له منځه وړل او سوله کول وو. دوی وایي روانې جګړې د ټول هېواد وګړي د غم په ټغر کېنولي دي او دغه جګړه په ښکاره ورور وژنه ده.

دوی د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې په خپل ولس رحم وکړي، جګړه ودروي او د سولې خبرو ته تمرکز زیات کړي.

د کندهاري کونډو میندو او ماشومانو لخوا د جګړې دواړو لوریو ته ګواښ وشو چې که د دوی غوښتنې و نه منل شي، دوی به خبلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې هر کال د جګړې له امله زرګونه ملکیان خپل ژوند له لاسه ورکوي او زرګونه نور سخت ټپیان کوي چې له دوی څخه ډېری یې د وجود ځینې برخې له لاسه ورکوي او په معیوب توب سره یې ټول ژوند تریخ کېږي.

که څه هم په دې وروستیو کې یو ځل بیا د سولې لپاره هیلې را غوړېدلې دي خو لا هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه او ځای په ډاګه شوي نه دي.

تېره ورځ د مصالحې عالي شورا ډاکتر عبدالله وویل چې ډېر ژر به د بین الافغاني مذاکراتو ځای او نېټه هم اعلان شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.