The news is by your side.

سبا شنبې له ځمکې سره نیږدې ۵۷۰ متره پلن کاڼی تېرېږي

خبریال وېب پاڼه/ناسا یا د امریکا د هوايي او فضایي ملي اداره هغه ډبره یا کاڼی څاري چې تاکل شوې ده سبا شنبې له ځمکې سره نیږدې تېره شي.

د امریکا د هوايي او فضایي ملي اداره هغه ډبره چې پلنوالی یې شاوخوا ۵۷۰ مترو ته رسېږي، څاري چې ټاکل شوې ده سبا شنبې له ځمکې سره نیږدې تېره شي.

تر دې شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې هم یوه ډبره له ځمکې سره نیږدې تېره شوې وه چې هغه مهال یې هم د ځینو کسانې اندېښنې را برسېرنې کړې وې.

د ناسا یا د امریکا د هوايي او فضایي ملي ادارې دغې ډبرې ته چې سبا د ځمکې له څنګ سره تېرېږي، د NN4 2002 نوم ورکړی دی. که هم د ناسا ادارې یو شمېر پوهان وایي چې له دغې ډبرې څخه وېره په کار نه ده ځکه په وینا یې له ځمکې څخه په نسبتا لېرې واټن کې تېرېږي نو زیاته اندېښنه یې باید و نه شي خو د دغې ادارې پوهان به یې تر پایه څارنه کوي.

د هوا او ستور پېژندنې ادارو د معلوماو له مخې هر هغه چې له لمر څخه په ۱،۳ اسټرو نامېکل یونېټه نیږدې شي، هغه ځمکې ته هم نیږدې ګڼل کېږي چې دې سره د ځمکې لپاره ستره خطره هم پېښولی شي.

له فضایي څېزونو سره واټن او لېرې والی په ځانګړو اسټرونامېکل یونټونو باندې کېږي چې هر یو یونټ یې د ځمکې او لمر تر منځ شاوخوا ۱۵۰ ملیونه کیلو متره واټن ښیي.

به تېره اپرېل میاشت کې هم له ځمکې سره نیږدې یو کاڼی په سلامتۍ سره تېر شو. د ناسا د معلوماتو له مخې ډېر کم شمېر آسماني کاڼي له ځمکې سره نیږدې تېرېږي خو په وینا یې دا دومره لوی وي چې د لیدلو وړ دي.

ممپلي ته ورته دغه کاڼی چې ټاکل شوې ده سبا د ځمکې سره نیږدې تېر شي، په هرو پینځو ګړیو کې تر ځان تاویږي. د امریکا د هوايي او فضایي ملي اداره وار له مخې اټکل کوي چې په ۲۰۲۷ ز کال کې به هم کټ مټ آسماني کاڼی د ځمکې له شاوخوا څخه تېر شي.

د امریکا د هوايي او فضایي ملي اداره یا ناسا په ۱۹۹۸ ز کال کې را منځته شوه چې د ستور پېژندو یوه ډله په کې کار کوي او ټول هغه کارونه چې په فضا پورې تړلي دي، څېړي او مطالعه کوي یې.

د یادونې وړ ده چې په اپریل کې له ځمکې سره د تېر شوي کاڼي پلنوالی کم (یو کیلو متر) ؤ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.