The news is by your side.

حکومت د هرې پېښې لپاره پلاوی ټاکي خو پایلې پټوي

خبریال وېب پاڼه/د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل وروستي راپور کې وایي چې حکومت د هرې پېښې لپاره پلاوی ټاکي خ پایلې یې پټوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خپل تازه بیان کې حکومت تورنوي چې د هرې پېښې لپاره پلاوی ټاکي خو معلومات یې نه په ډاګه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو لونو کې لسګونه خونړۍ او جنایي پېښې ترسره شوې دي چې د حکومت لخوا د هرې پېښې څېړلو ته د ارزیابۍ پلاوي ټاکل شوي دي خو د یوې پېښې معلومات هم له ولس سره شریک شوي نه دي.

یو شمېر سیاسي شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشر غني تېره پینځه کلنه دوره د خونړیو پېښو، هدفي وژنو او نورو سترو جنایي پېښو له پلوه یوه ناکامه دوره وه او له همدې امله د حکومت د ټاکل شویو تحقیقاتي ټیمونو لخوا د پېښو پایلې پټې ساتل شوې دي تر څو ولس ته د دوی ناکاري په ډاګه نه شي.

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په زړه کې هم هدفي وژنې او نور خونړي بریدونه زیات شوي دي چې د ولسمشر لخوا ورته د ارزیابۍ ځانګړي ټیمونه جوړ شوي خو پایلې یې له ولس سره شریکې شوې نه دي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د هغو خونړیو بریدونو په اړه چې حکومت د پلټنو پلاوي ټاکي، باید پایلې یې ډاګیزه کړي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د کابل په دشت برچي کې پر یوه روغتون باندې خونړی برید وشو چې د ښځو او نویو زږېدلو ماشومانو په ګډون په کې ګڼ شمېر کسان شیدان او ټپیان شول. د دغې خونړي برید ۲۳ ورځې تېرې شوې دي خو لا هم د بې پولې ډاکترانو ټولنه نه پوهېږي چې دا برید چا وکړ.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند شکرالله مشکور وایي چې تر اوسه پورې د حکومت لخوا د د هېڅ پېښې وروستی راپور ولس ته نه دی وړاندې شوی، نوموړی زیاتوي چې دوی حتی د بشري حقونو له خپلواک کمیسیون سره هم خپل معلومات نه شریکوي.

د بې پولې ډاکترانو ټولنې هم په یوه بیان کې ویلي چې په کابل کې دې د دوی پر شوي روغتون د برید څرنګوالی په ډاګه شي چې چا او ولې یې کړی دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.