The news is by your side.

سردیوي اوس هم له خلکو هیره نه ده

خبریال ویب پاڼه/ د هند سینما په نړیواله سطحه مینه وال لري خلک یې ستاسې لوبغاړي یې خوښ او مینه ورسره کوي.

په یاده سینما کې د لوبغاړو ترمنځ هم تر ډیره اړیکه له محبت نه ډکه وي آن تر دې چې له مرګ کلونه وروسته هم له ذهنونو یې نه ووځي.

نکه څه هم د هند د سینما ښکلې اداکاره سردیوي شاوخوا دوه کاله وړاندې مړه شوې خو بیایې هم هغه ملګري یادوي کوم چې له نوموړې سره یې په فلمونو کې کار کړی دی.

د هندۍ سینما یا بالیووډ کې په ځوان بوډا مشهور سېنمايي ستوری انیل کپور ویلي دي، چې د بالیووډ مړه شوې ښکلې سېنمايي ستورې سردیوي به تل زموږ په یادونو کې وي.

کپورویلي سردیوي د ښکلا ښاپيرۍ او اخلاقونمونه وه نو ځکه به یې دوی یاودنه تازه کوي او یاد به یې ساتي.

دا خبرې پر ټولنیزو رسنیو کې د بالیووډ د مړې شوې سینمایي ستورې د دویم تلین په مناسبت په جوړې شوې لمانځغونډه کې شوې دي.

انیل کپور له ښکلې سردیوي سره يې به بیلابیلو هندې فلمونو کې هم رول ادا کړی دی او دواړه یوځای لوبېدلي دي.
او بل دا چې سردیوي د انیل کپور خوښينه هم وه.

ځینو به سردیوي د بالیووډ ملکه بلله ځکه چې هغې د ښایست تر څنګ په رول لوبولو کې ځانګړی مهارت درلود.

د نوموړې مړیني نه یوازي دا چې د هغې مینه وال خپه کړل، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې يې د بالیووډ د فلمونو لیدونکې هم خپه کړل.

انیل کپور په خپل انستګرام اکونټ کې د مړې شوې سېنمايي ستورې سردیوي په اړه لیکلي دي:
(( د هغې د مړیني دوه کاله تیر شول موږ مو هره ورځ هغه یادوو ستا د تیرو یادونو یادول تر ټولو خوږ احساس راکوي)).

انیل کپور په خپله لیکنه کې زیاته کړې، چې موږ هیله درلوده، چې ته تر ډېره وخته د هغه خلکو سره واي چې تاسو ورسره مینه درلوده. موږ مننه کوو، د ټول هغه وخت له امله چې زموږ سره وي. تاسو تل زموږ په یادونو او دعاګانو کې یاست.

د بالیووډ ستورې او ښایستونو ملکه سردیوي په ۲۰۱۸ م کال کې په دبۍ کې د خپلې خونې په تشناب کې مړه وموندل شوه.
د هغې مړینې په اړه بیلا بیل نظرونه وجود لري.

که څه هم د دبۍ چارواکو د هغې مړینه یو تنفسي ستونزه بولي، خو د هغې خاوند بوني کپور بیا دا یو جنايي پیښه بللي وه.

نوموړې د جانوي کپور او خوښي کپور په نوم دوې لورګانې هم لري او اوس مهال په بالیووډ کې په سېنمايي کارونو بوختې دي.

د سردیوي له مړینې سره سم په نړیواله کچه د هغې مینه وال خواشینې شول او آن ځینې له هندي سینما زړه تورن شول.
د هغې ډیری مینه والو پر خپلو ټولنیزو اکونټونو د هغې انځورونه لګولي وو.

مینه والو به یې ویل چې د سردیوي له مړینې وروسته به هیڅکله بیا د هندي فلمونو لیدو ته زړه ښه نه کړي.

سردیوي په فلمونو د ښکلا ترڅنګ یوه ښه اداکاره هم وه نو له همدې امله یې د خلکو په زړونو کې مینه خپله کړې وه او ځای یې موندلی وو چې اوس له مرګ وروسته هم د خلکو په ذهنونو کې پاتې ده او یادوي یې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.