The news is by your side.

اولمپيک سیالیو کې بولډرېنګ لوبې نندارې ته وړاندې کېږي

 

خبریال ویب پاڼه/ ټاکل شوې ، چې د ۲۰۲۰ میلادي کال اولمپیک سیالۍ جولای میاشت کې په جاپان هېواد کې پېل شي.

دې لوبو کې ګڼ شمېر کې لوبغاړي د نړۍ له ډېری هېوادونو برخه لري، چې ۳۳ ډوله سیالۍ پکې نندارې ته وړاندې کیږي.

د معلوماتو له مخې د روان کال اولمپیک سیالیو کې د بولډرېنګ لوبو ته هم برخه ورکړل شوې ده.

د اولمپیک سیالۍ ، چې شاوخوا پنځه میاشتې وروسته په جاپان کې پېلېږي، پکې د نړۍ له ډېری هېوادونو ګڼ شمېر لوبغاړي بیلابیلې لوبې نندارې ته وړاندې کوي.

ویکي پېډیا وېب پاڼې په یوه راپور کې ویلي، چې د اولمپیک سیالیو کې ۳۳ ډوله سیالۍ کېږي، چې د لوبو له منځه د بولډرېنګ لوبو ته پکې هم سږکال ځای ورکړل شوی دی.

د بولډرېنګ لوبو کې لوبغاړي په هغه دېوال مخ پورته جیګیږي، چې ځانګړی ډیزاین شوی وي.

د پښې اېښودلو او په لاسونو د ځای نیولو برخې پکې جوړې شوې وي او د دېوال لاندېنۍ برخه کې نرم اسفنج خپور وي.
کله چې لوبغاړی له دېوال رالوېږي نو په اسفنج د لوېدو په صورت کې نه ژوبلېږي.

دې سیالیو کې، چې هر لوبغاړی په دېوال چټک پورته شي او ښه کارکرده ګي وکړي؛ همغه لوبغاړی زیاتې نمبرې اخلي او بریالی شمېرل کېږي.

المپيک کې نړۍ د بیلابیلو هیوادونو هغه لوبغاړې لاره مومي کوم چې په خپل هیواد کې په لومړي مقام کې وي او دې سیالیو ته لاره ومومي.

په دې سیالیو کې له افغانستان نه هم یو شمیر لوبغاړو په بیلابیلو لوبو کې ګډون کړی دی او جایزې یې ترلاسه کړې دي.
بولډرینګ له نوم نه اسانه خو تر ټولو سخته سیالي ده چې ترسره کول یې هر چاته ناشونې ده.

په دې لوبه اخته کسان هم تر ډیره په دې برخه کې د سیالۍ پرمهال نابریالي ځکه راووځي چې تر ډيره پکې قوي مټې او هنر ته اړتیا ده چې څومره ژر کیدای شي سړی تر خپلې موخې ځان ورسوي او په هغه جوړ شوي دیوال چې د لاسونو او پښو ځایونه پکې د لوبې لپاره جوړ شوي ومومي اوبریا خپله کړي.

د یادونې ده ، چې په دې سیالیو کې په کال ۲۰۱۲ م کې د افغانستان له لورې یوازینی مډال ګټونکی روح الله نېکپا وو چې د پولنډ له لوينسکي سره په تکواندو لوبه کې خپله لومړنۍ لوبه ګټلې وه.

په هغه لوبه کې روح الله نېکپا د اول پړاو نه تر دریمه ډیره ښه لوبه وکړه او په ټولو پړاونو کې د خپل پولنډي سیال نه مخکې و.

نيکپا په اول پړاو کې دوه یو مخکې و، دویم پړاو کې په پنځو نمرو مخکې و او د دریم پړاو ترپایه یې ۱۲ نمرې وګټلې.
خوبل پلو بیا سیال پولنډي لوبغاړي د لوبې تر پایه ټول ټال پنځه نمرې وګټلې.

دې بریا په نړیواله سطحه د افغان هیواد درې رنګه ملي بیرغ ورپاوه او هلته میشت افغانان چې ډیری یې د لوبو لیدو ته راغلي وو له ځانه سره یې په لوبغالي کې ملي بیرغونه رپول.

ویل کیدل چې د کرکټ لس اوریزه سیالۍ به هم په دې لوبو کې شاملې شي خو تراوسه یې په دې تړاو داسې کوم څه نه لیدل کیږي او نه هم چا نور څه ویلي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.