The news is by your side.

طالبانو ته د امریکايي پوځ خبرداری !

خبریال وېب پاڼه ـ له اوږده ځنډه وروسته په لمړي ځل په افغانستان کې نړۍ والو ځواکونو طالبانو ته داسي خبرداری ورکړ چې په قطر کې د فبروري میاشتي د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون وروسته داسي خبر نه وو ورکول شوی .

په افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لېګېټ وايي چې په کندهار او فراه ولایتونو کې هغه وسله وال طالبان په نښه کړي چې دافغان امنیتي‌ ځواکونو پر پوستو یې د بریدونو تابیا کړې وه .

له اوږده ځنډه وروسته به لمړي‌ ځل نړی وال پوځ په ډاګه پر وسله والو طالبانو داسيمرګونی ګوزار کړی دی چې په دې وروستیو کې ساری نه تر سترګو کېدی .

کرنل لګېټ وایي، فراه کې تېره شپه هوایي برید کې ۲۵ طالب وسلوال په نښه شوي،‌ او همدا راز د جمعې په ورځ غرمه کندهار کې هم پر طالب وسلوالوهوایي برید کړی.‌

د امریکایي پوځ ویاند وایي،‌ د کوچني اختر له درې ورځني‌ اوربند راهیسې دا لومړی ځل دی چې دوی پر طالب وسلوالو برید کوي.

نوموړي په دې هوایي بریدونو کې د مرګژوبلې په اړه څه نه دي‌ ویلي،‌ خو زیاتوي‌ چې دا بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم شوي‌ دي.

کرنل لېګېټ‌ پر ټولو غاړو غږ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي.

دا بریدونه او د تاوتریخوالي ‌د کمېدو غږ په داسي ‌وخت کې را اوچتېږي چې چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې تر بل هر وخت بریدونه زیات کړي ‌دي‌ ؛ خو د نړۍ والو ځواکونو له لوري طالبانو ته په بریدونو خبرداری ورکول ښايي اوس په افغانستان کې د طالبانو بریدونه کم کړي .

طالبان تر دا مهاله د نړۍ والو ځواکونو له لوري پر شویو بریدونو خاموشه دي‌؛ خو د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې د نړۍ والو ځواکونو بردونو په قطر او پاکستان کې طالب مشران سخت اندېښمن کړي‌ دي .

تر دم ګړیه لا دا روښانه نه ده چې امریکا یان به پر طالبانو ورته نور بریدونه وکړي که نه ؟ خو اوسنیو بریدونو د طالبانو په لیکو کې د اندېښو غوټۍ را ټوکولې دي .

تېره فبروري میاشت کې طالبانو او امریکا یانو په قطر کې یو تړون لاس لیک کړ چې له مخي یې دواړه لوري‌پر یوبل بریدونه نه کوي ؛ خو اوس د وروستیو بریدونو په تړاو امریکا يي پوځ ویلي دي چې بریدونه یې د تړون له مخي کړي دي . 

         

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.