The news is by your side.

پاکستانۍ ملېشې له صفري نقطې را اوښتي او بېسونه جوړوي

خبریال وېب پاڼه/پاکستاني ځواکونه په کونړ ولایت کې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې له صفري نقطې را اوښتي او نظامي بېسونه یې جوړ کړي دي.

د کونر اوسېدونکي وایي چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناوا پاس سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه له صفري نقې را اوښتي او نظامي بېسونو جوړولو باندې لګیا دي.

د ترهګرو ځاله پاکستان او د دغه هېواد پوځیان وخت ناوخت له ټولو نړیوالو نورمونو څخه سرغړونه کوي او پر ډیورنډ تپل شوې پوله باندې له صفري نقطو څخه را وړاندې کېږي او ډېری وخت اغزن سیم کشکوي چې ډېر کله یا د ولس او یا هم د دولتي ځواکونو له سغاښ ماتوونکي ځواب سره مخ کېږي.

تېر میاشت هم د پاکستاني ځواکونو لخوا ورته سرغړونه شوې وه او د کندهار په سپین بولدک کې یې له صفري نقطې سره د اغزن سیم د کشکولو هڅه کوله.

هغه مهال د پاکستانۍ ملېشو لخوا په تپل شوې ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار غځولو پر وړاندې افغان سرحدي ځواکونو خپل لومړی درجه چمتووالی نیول شوی ؤ او که د پاکستاني ترهګر سالارو ملېشو لخوا په دغه سیمه کې د اغزن تار غځول پیل شوي وی، افغان دفاعي او سرحدي ځواکونه به پرې برید کړی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کې هم وخت ناوخت د پاکستاني ملیشو لخوا د ډیورنډ پر تپل شوې او نه منونکې کرښه باندې د اغزن تار غځولو هڅه شوې ده چې یا د افغان مېړنیو سرحدي ځواکونو او یا هم د ولس له غاښ ماتوونکي ځواب سره مخ شوي دي.

اوس تازه د ولسي جرګې یو شمېر غړو هم د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناواپاس سیمه کې د پاکستاني ملېشو لخوا تعرضي مخکې راتګ نه منونکی عمل بلل شوی او د ژر اقدام غوښتنه یې کړې ده. دوی زیاتوي چې حکومت باید د دفاع او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوی سیمې ته واستوي تر څو دغه پېښه له نیږدې څېړي او پاکستاني لوري پر وړاندې جدي او پر وخت اقدام وکړي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمسیون غړي وایي چې دوی په سرکاڼو کې د پاکستاني ملېشو له مخکې راتګ څخه خبر ترلاسه کړی او زیاتوي چې دلته پاکستاني ملېشو بېسونه جوړ کړي او ولسي وګړي تنګوي.

په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازي وایي چې پاکستاني ملېشو په ځلونو په دغه ولایت کې ورته سرغړونې کړې دي او زیاتوي چې افغانستان ته د پاکستاني لوري دا ډول کړنې هېڅ د منلو وړ نه دي.

تر اوسه د دغې تعرضي پېښې پر وړاندې دفاع وزارت ته د زور کارولو امر هم شوی نه دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.