وردګو کې یو قومي مشر او د کورنۍ دری غړي وژل شوي

خبریال وېب پاڼه/وسله والو طالبانو د وردګو ولایت دشت ټوپ سیمه کې د یوه قومي مشر په ګدون د یوې کورنۍ څلور غړي په شهادت رسولي دي.

وسله والو طالبانو د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند دشت ټوپ او السنګ سیمې تر منځ د مدیر محمد شریف په نوم یو مخور قومي مشر، د هغه مېرمن، زوی او لمسۍ په ډېره بې رحمۍ په شهادت رسولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم دغې وسله والې ډلې دوه نور قومي مشران په مرموزه توګه په شهادت ورسول. د هغو له ډلې یو یې ضیاء الدین کمال ؤ چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې له کابل څخه ولسي چرګې ته نوماند هم ؤ او دویم یې هم د سیمې یو خیر غوښتونکي قومي مشر ؤ چې د دواړو جسدونه په یوه میاشت زماني فاصله په یو ځای کې وموندل شول.

وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې له تېرو څه کم دوو لسیزو را هیسې قومي مشران ترهولي، وژلي او په نښه کړي یې دي. دوی ټول هغه مشران چې د دوی پر وړاندې را پورته کېږي او یا د ولس په خیر د طالب وسله والو پر وړاندې صف نیسي، له منځه یې وړي.

مدیر شریف تر دې وړاندې هم د طالبانو لخوا ځورول شوی او ترهول شوی ؤ. ویل کېږي وسله والو طالبانو تېره شپه نوموړی او د هغه د کورنۍ دری نور غړي د خپل کور مخته په شهادت رسولي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازی او د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکي د مدیر شریف وژنه غندلې ده او په امنیتي ځواکونو باندې یې توندې نیوکې کړې دي. نوموړي په خپل فېسبوک په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې حکومت او ولایتي اداره باید دا روښانه کړي چې ولې وسله وال ماښام ورځي، مدیر شریف او د کورنۍ دری نور غړي یې په شهادت رسوي خو دوی تر نیمې شپې خبر نه دي او جسدونه یې نه شي را اخیستلای.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د وسله والو طالبانو لخوا پر ملکي وګړو باندې هدفي بریدونه زیات شوي دي.

په تېرو دوو اونیو کې ولسي وګړو ته هم د سړک پر غاړه د مایونونو له امله او هم د دغې اورپکې ډلې په هدفي وژنو کې درانه تلفات اوښتي دي.

که څه هم وسله والو طالبانو د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو په دغه سیمه او د سیداباد ولسوالۍ په نورو برخو کې د دغې وسله والې ډلې فعالیت پراخ دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More