خلیلزاد یو ځل بیا خپل سفر قطر، پاکستان او افغانستان ته پیل کړی

خبریال وېب پاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا قطر او پاکستان ته سفر پیل کړی او له دې سره به افغانستان ته هم راځي.

د زلمي خلیلزاد دفتر څخه یو شمېر سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې د خلیلزاد د سفر موخه قطر او پاکستان دی او نیت یې دی چې د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې خلیلزاد به افغانستان ته د طالب بندیانو د ازادولو د څرنګوالي پر نیت راځي.

خلیلزاد به د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر مهالوېش هم خبرې وکړي تر څو د مذاکراتو د پیل لپاره نېټه وروستۍ کړي.

په ورته وخت طالبانو ویلي، چې په فرا او نیمروز ولایتونو کې یې له خپلو بند خونو د افغان حکومت ٣٨ بندیان چې امنیتي ځواکونه دي، ازاد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم د فراه او نیمروز ولایتونو له بندخونو د افغان امنیتي ځواکونو د ازادولو پخلی کړی.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې بندیانو ته یې جامې هم کړي او هر یوه ته یې د لارې د خرڅ لپاره ٥ زره افغانۍ ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانواو افغان حکومت له لوري د بندیانو د ازادولو لړۍ چټکه شوې.

امریکا له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د بنذیانو د ازادولو لړۍ هم داسې جاري او چټکه وساتي تر څو زر پای ته ورسیږي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه وروستۍ شي.

لا هم د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی نه دی مهار شوی.

د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ په وروستیو جګړو کې زیات شمېر امنیتي ځواکونه شهیدان شوي، خو طالبان هم له تلفاتو پرته نه دي پاتې شوي.

یوازې په زابل ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ١٥ افغان امنیتي سرتېري شهیدان شوي، خو زابل کې امنیتي سرچینې وایي، چې طالبانو ته هم سخت درانه تلفات ور اوښتي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More