The news is by your side.

تېره مې د ځمکې په سر تر ټولو ګرمه میاشت وه

خبریال وېب پاڼه/د اوبو او هوا پېژندنې پوهان او متخصصین وایي چې تېره مې میاشت د ځمکې په سر خلکو ته تر ټولو ګرمه میاشت وه.

په کوپرنېکس (C3S) پروګرام کې د هوا او اوبو پېژندنې د پوهانو یوې ډلې ویلي چې مې میاشت چې ۶ ورځې یې له تېرېدو څخه وتلې دي، د ځمکې په سطحه تر ټولو ګرمه میاشت وه.

د دغو پوهانو د معلوماتو له مخې تېره مې میاشت د ځمکې ګرمي 0,63 سانتي ګراد وه چې دا له ۱۹۸۱ کال څخه تر ۲۰۱۰ ز کال پورې پرتله شوې ده. دوی وایي چې د مې میاشت یې له ۲۰۱۰ کال هخوا د ۲۹ کلونو سره پرتله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې هم د هوا او اوبو پېژندنې کارپوهانو د تېرې مې میاشتې په هکله د ګرمښت وړاندوینه کړې وه. هېره دې نه وي چې د کرونا وبا په راتګ سره یو شمېر روغتیا پالانو ویلي وو، چې په ګرم موسم کې به کرونا له منځه لاړ شي خو د نړۍ په کچه ګرمۍ ته په کتلو سره د روغتیا پالانو دا ادعا هم ناسمه ثابته شوه.

د پوهانو دغه موندنه ښیي چې که څه هم په اروپا کې د دغه میاشت ګرمي د نورې قارې په پرتله کمه وه خو زیاتوي چې د ځمکې په کچه اختلافي نظرونه زیات دي. د دوی په وینا د اروپا لویدیځه او شمال ختیځه برخه د ګرمۍ د زیات حرارت شاهده وه.

په ورته وخت کې د مې میاشتې په لړ کې د ځمکې په سایبري برخه، روسیه او د امریکا په الاسکای او سویلي برخه کې د هوا مختلف حالتونه لیدل شوي دي.

د ځمک پېژندونکو د معلوماتو له مخې په تېرو ۱۲ میاشتو کې هوا له سرچینې څخه 0,7 سانتي ګراده ګرمه شوې ده.

د کوپرنیکوس یا کوپرینیک پروګرام چې د ځمکې او هوا په هکله څېړنې کوي، د اروپا د کمسیون تر نظارت لاندې جوړه شوې ده. د اروپا فضایي آژانس، د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه او د اروپا نور سازمانونه د کوپرینیک پروګرام ملاتړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.