د اسټرالیا د ښکلا ملکې تاج ته افغانه کډواله نومانده شوې
خبریال ډاټ کام: په اسټرالیا هېواد کې په لومړي ځل یوه افغانه کډواله ” تهمینه جعفري” د دې هېواد د ښکلا ملکې تاج تر لاسه کولو پرموخه نومانده شوې ده.
د تهمینې جعفري په شمول د دې هېواد په کچه ډیری مشهوره ښځو ځانونه کاندید کړي دي څو سږ کال د ښکلا تاج ملکه وټاکل شي او دغه جایزه ترلاسه کړي.
افغان کډوالې ته په دغې برخه کې ازموینه خورا سخته ده ځکه چې خورا مشهورې ښځې ورته کاندیدې شوي دي، خو ممکن په دغې نوملړ کې جایزه ترلاسه کړي.
تهمیني جعفري په ټولنیزو رسنیو لیکلي دي چې هغې ته سخته نه ده او ښایي، چې د اسټرالیا هېواد په سطحه د ښکلا ملکې تاج ترلاسه کړي او یاهم په دغې نوملړ کې خورا ښه مقام وګټي.
په اسټرالیا کې افغان کډوال وایي، چې ممکن تهمینه جعفري د زده کړو ترڅنګ د دغې تاج د ترلاسه کولو پر مهال له کوم خنډ سره مخ نه شي.
افغان کډوال وایي، چې له تهمیني جعفري سره د دوی پراخ ملاتړ دی چې له همدې امله ډاډه دي.
تهمینه جعفري په ۲۰۱۰ کال کې په داسې حال کې د اسټرالیا هېواد ته د زده کړو لپاره تللې چې یو لس کلن زوی یې په افغانستان کې خپلې مورته پریښی دی.
تهمیني د خپل کوچني ماشوم په اړه څه نه دي ویلي چې ولې په افغانستان کې پریښی دی؟
خو ویل کيږي چې لس کاله وړاندې د زده کړو پرموخه یوازې تهمینه جعفري د اسټرالیا هېواد په لور تللې وه.
تهمینه دا مهال د اسټرالیا په یوه معتبر پوهنتون کې په زده کړو بوخته ده او ترڅنګ یې د اسټرالیا د ښکلا ملکې تاج ترلاسه کولو ته هم نومانده شوې ده.
نوموړې ته په اسټرالیا کې د افغان کډوالو په ډله کې د ښکلا ملکه ویل کيږي چې له همدې امله یې د دې هېواد په سطحه د ښکلا تاج ترلاسه کولو لپاره ځان کاندید کړ.
بلخوا بیا د ۲۰۱۹ کال په پای کې د نړۍ په سطحه د ښکلا ملکه د جمیکا هېواد یوه اوسېدونکې”ټوني این سینګ” ونومول شوه.
#MissWorld2019 crowning moment…#MissWorld #London pic.twitter.com/oCvrD5s0TN
— Miss World (@MissWorldLtd) December 14, 2019
د ۲۰۱۹ کال په پای کې د نړۍ د ښکلا ملکې جایزې لپاره دغه سیالي په بریتانیا کې د ۱۱۱ پېغلو ترمنځ جوړه شوې وه چې پکې د جمیکا زړورې او مبارزې پېغلې بریا ترلاسه کړه.
په نړۍ کې هر کال د مشهوره ښځو ترمنځ د ښکلا تاج د ترلاسه کولو پر موخه د بیلابیلو هېوادونو او بنسټونو له لوري سیالي په لاره اچول کیږي.
د یادولو ده چې تر اوسه پورې کومه بله افغانه پېغله په دغې ډول سیالیو کې نه ده راښکاره شوې، خو په لومړي ځل به سږ کال د اسټرالیا هېواد په سطحه راښکاره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.