The news is by your side.

د سولې د اوسني تړون پلي کېدل څارنه غواړي خو دا څارنه به څوک کوي؟

خبریال ډاټ کام :له دې خبرې نه انکار نه شي کېدلی چې د فبرورۍ د میاشتې په ۲۹ نېټه کال ۲۰۲۰ کې د امریکې او طالبانو تر منځه لاسلیک شوی تړو ن یو تاریخي تړون دی او دا تړون د سولې او تيکاو په یوې داسې تاریخي‌مهال‌پېرې شېبې یا هېسټاريکل ټرنېنګ پواينټ (Historical Turning point) باندې اوښتلی شی څنګه چې د سپټمبر۱۱ نېټه په کال ۲۰۰۱زیږدیز کې په يوه مرګونې او جنګ زيږنده تاريخي شيبه باندې واوښتله.
وخت او نېټې هم زېږنده وي او پېښې زیږوي ښې یا بدې ۹-۱۱یا (ناين-اېلېونNine_ Eleven) هم یوه پېښ زېږنده نېټه وه چې د جنګ د لوېې بلا پېښه یې وزیږوله، د یو اوږده شل کلن جنګ د بلا پېښه؛ د امریکې لپاره شل‌کلن خو تر دې وړاندې په یو بل کابو یوویشت کلن جنګ کې د اخته افغان ولس لپاره دا جنګ څلوېښت کلن شو.

اوس له دې څلوېښت کلن جنګه د وتلو شېبې رارسېدلې دي او له دې اوږده جنګه داسې وتل نه یواځې دا چې د افغان ولس د ګټې خبره ده بلکې په دې کې نه د امریکې تاوان دی نه د دې سیمې او نه په دې سیمه کې د پرتو هېوادونو او د چین او روسیې په شان د لویو نړیوالو ځواکونو؛ روس او چین په خپلوپولو کې جنګ نه غواړي او له همدې کبله خو امریکه افغانستان ته راغله چې نه یې غوښتل د امریکې په پولو کې دې جنګ وشي.

او اوس داسې ښکاري چې تر امریکې پورې هره یوه غاړه د دې جګړې پای غواړي یا راځئ داسې یې وګڼو چې تر امریکې پوره هره یوه غاړه غواړي چې دا جګړه نوره پای ته ورسیږي نو بيا خو به ښه وي چې له همدې خوږې انګېرنې یا optimism (اپټيمېزم) نه یې وانګېرو او دا تر لاسه شوی چانس له لاسه ور نه کړو خو دابه څنګه کېږي او دا تر ګوتو شوې چانس به څنګه نه بايلو؟
یوه لاره یې د ځینو په اند دا ده چې دا تړون دې په وچ زور د نړیوالې ټولنې له خوا په دولت او طالبانو دواړو باندې ومنل شي خو ټول پوهیږي چې د افغانانو کلي په زور نه شي نو که خبره داسې وي بیا به دا کار څنګه کېږي؟

له بلې خوا په دې هم باوري يوو چې سوله ډېر ملګري لري خو دښمنان یې هم لږ نه دي؛ د سولې ملګري په دولت او طالبانو دواړو کې ښه ګڼ دي خو سوله په دې دواړو خواوو کې ښه ګڼ دښمنان هم لري، له دې امله د سولې دښمنان د دولت دننه او د طالبانو په لیکو کې دا تاریخي سوله په هره بیه چې وي وېجاړول غواړي او د دې لپاره چې د سولې د وېجاړېدلو مخه ونیسو نو دا مخه به په هغه چا نیسو چاته چې سوله تر بل هر څه او هرچا ډېره ګټوره وي. او داسې خلک چې د سولې او ټيکاو په ګټو پوهيږي په طالبانو کې هم شته، په دولت کې هم، او په امریکه او د افغانستان په ګاونډیانو کې هم!

خو سوله تر ټوله ډېره د افغان ولس د ګټې توکى دى، د هغه ولس د ګټې توکى چې د جنګ د ګرمې او ګناه د لړلې لوبې تر ټولو لویه ژوبله جوړوي نو بيا خوښایي چې همدا ولس په خپله د سولې ساتلو ته وروړاندې شي، په دې لړ کې د ولس لپاره تر دې ښه تاریخي پړاو بل نه شي راتللى چې ولس پکې له یوه ځواکمن دریځه را څرګند شي.

نو دا ځواکمن دریځ به څه وي؟

دا ځواکمن دریځ د سولې، اورکم، اورځنډ او اوربند د څار دریځ دی او ښایي ولس د دغه دریځ تر اخلاقي لوړو يا مورل هاى ګرونډه (moral high ground) پورې ورشي او دا دريځ د سولې په اسنۍ چاره کې د ولس په خپل محسوس ګډون ورډک کړي، ځکه چې سوله د ولس میراث دی او واک د سیاسي لوبغاړو هغه شتمني ده چې چمتو دي هر څه پرې وبایلي نو سیاسي لوبغاړي که د دولت په سرکې دي، د دولت په منځ کې او یا د دلت په وېخ کې او همدارنګه هغه سیاسي لوبغاړي چې د طالبانو په سر، منځ یا وېخ لیکو کې پراته دي هغوی به چمتو وي چې سوله د خپلو ستایننومونو او تعریفونو سره سمه ایله د خپل واک او د خپلو ګټو د تعریف او تعبیر په رڼاکې تعریف نه بلکه تحريف او اپوټه کړي.

خو ښایي ولس هېڅ غاړه د سولې تعریف ته د هغې غاړي د ګټو په رڼا کې پرې نه ږدي.
نوبيا خو په کار ده چې ولس نه یواځې دا چې سوله او ټیکاو دواړو غاړو ته سم ور وپېژني بلکې ویې هم ساتې او دا ساتنه دې د یوې داسې څارونکې ولسی جرګه‌ګۍ له لوري وشي چې یاخو له دولت او طالبانو دواړو خواوو نه په کې رښتینې بې پرې کسان، د دې جرګه‌ګۍ د درېیم یا دریم ثلث په ډول، په دې شرط اخستل شوي وي چې طالبان او دولت دواړه به د دې جرګه‌ګۍ په جوړولواو خپلواکو پريکړو کې نه خنډ کيږي.

او یا خو دې ولس له یوې غاړې نه هم څوک نه اخلي بلکې له خپله منځه دې رښتیني په هېواد او دین مین او د سولې ملاتړي او ملګري کسان د دې جرګه‌ګۍ د غړیتوب لپاره غوره کړي او دا جرګه‌ګۍ دې یواځې او یواځې له ولسه جوړه شي؛ ښایي د دې جرګه‌ګۍ د جوړلو لپاره ځینې پېژندل شوې سیاسي څېرې چې په ولسي او نړیوال اعتبار دواړو باندې سمبالې وي د اسان چاري یا facilitator (فېسيليټېټر) په توګه ور وړاندې شي.

په دوی کې له ښاغلي اتمره واخلې تر حکمتیارصېب، کرزي‌ صېب، ډاکټر عبدالله عبدالله، ملاعبدالسلام ضعیف او حتى سیاف‌ صېب پورې هر څوک کولی شي چې د دې جرګه‌ګۍ د اسان چاري او (فېسيليټېټر) په توګه ولس او نړیوالې ټولنې دواړو ته ور وړاندې شي؛ خو یو شرط به پکې وي او هغه دا چې هر څوک چې دې سوله څارې جرګه‌ګۍ ته ور وړاندې کېږي نو هغه به د هېواد د ډيرو لوړو ګټو او د يوې ملي سولې او ټيکاو د پاره د راتلونکي واک او اقتدار په هېڅ جوړښت کې نه وي ټاله شوى، نه به د راروانو پنځو کلونو لپاره په ټاکنو کې نوماند کېږي او نه به په راتلونکې کې د ولسي جرګې، مشرانو جرګې او کابینې دغړي په توګه او یا حتى د کوم دولتي سلاکار په ډول کار کوي.

او بله دا چې دا راوړاندې شوی ښاغلی به یواځې د سولې د جرګه‌ګۍ اسانچاری مشر وي خو واک به همدومره لري څومره واک چې د سولې د جرګه‌ګۍ کوم بل ولسي غړي ته ورکول کېږي؛ زما په نیمګړي اند دا یا دې ته بله کومه ورته لار چې نوښتون به یې د ولس په لاس کې وي د سولې د شوي تاریخي تړون د پلې کېدلو یواځنۍ لاره ده.

خو که خدای مه کړه داسې و نه شول نو د سولې دا تړون به هم لکه د مجاهدینو د ورځو ټړونونه له وخته وړاندې ومري او بیا به نه امریکې ته په مخ پوزه پاتې وي او نه هغو لسګونو هېوادونو ته چې د سولې د دې ټړون لاسلیکولو ته یې د باندنیو وزیرانوپه کچه خپل لوړ پوړي چارواکي ور لېږلي وو.

ولې خدای شته چې که د زړه خبره درته وکړم نو زه به تر دې ټولو ډېر په خپل ولس خپه یم ځکه چې که دا تړون شنډ شو نو اصلي بایلونکی به یې افغان ولس او د دې ولس چوپ او تر دې دمه غلی اکثریت وي داسې اکثریت چې مرګ به هم دوی ته وراوړي، کلی کور به هم د دوی ورانیږي او د دریمې نړیوالې جګړې ډګر به هم د دوی هېواد وي، ګمان مې نه شي چې بیا به یا افغانستان په اوسنۍ بڼه پاتې شي او یا د نړۍ دا سیمه چې له مونږ نه اخوا پکې تر چین او روسیې پورې نور ډېر هېوادونه هم پراته دي؛ موږ پکې یواځې یو هېواد یوو، یو وړوکی هېواد، نه د روس هومره لوی، نه د چین هومره ځواکمن، نه د ایران په شان د نړیوال اسلامي انقلاب او اوښتون داعي او نه د هند او پاکستان غوندې هغه اټومي ځواک چې د اټومي وسلو د شپېلو خولې یې د یوبل په ګڼ مېشتو ښاریو کې پرتو پوځي اډو ته ور اړولې دي. نو ښه به وي که افغان ولس، نړيواله ټولنه، امريکه، روس، چين او د سيمې هيوادونه د سولې د اوسني تړون تر شنډيدلو وړاندې يوه پېره نه بلکه سل ځله د دې تړون د شنډيدلو په مرګونو پايلو او نتايجو ژور فکراوغور وکړي.

لیکوال: ډاکټر محمد اکبراکبر

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.