د شل اوریزو سیالیو پیل افغان لوبډلې په بریا وکړ

خبریال ډاټ کام: د افغانستان او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په هند کې د شل اوریزو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان د DL سېستم له مخې د ۱۱ منډو په توپیر سره آیرلینډ ته ماته ورکړه.

په دغې سیالۍ کې پچه د ایرلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکل شویو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۷۳ منډو هدف افغانستان ته وټاکه، خو دفاع یې ترې ونه کړه.

د ایرلینډ لپاره په توپ وهنه کې تر تولو ډیرې ۶۰ منډې پال سټرلېنګ جوړې کړې، ترڅنګ یې کیون اوبراین ۳۵ انډري بیلبیرنې ۲۹ او هاري ټیکټور هم ۲۹ منډې وکړې چې د هدف په ټاکلو کې ښه رول ولوبوه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې راشد خان تر ټولو ډیر درې لوبغاړي وسوځول، دغه راز چټګ بالر شاپور ځدران او مجیب الرحمان بیا یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړې چې هدف یې یو څه له لوړیدو وساته.

افغان لوبډلې د ۱۷۳ منډو هدف په ځواب کې یوازې ۱۳۳ منډې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره په پنځلس اورونو کې وکړې چې وروسته بیا سیالي د باران له امله وځنډول شوه او په وروسیتو کې دغه لوبه د DL سېستم له مخې افغانستان د ۱۱ منډو په مخکېوالي سره وګټله.

د افغانستان لپاره د پیل لوبغاړو حضرت الله ځاځي ۳۳ او رحمان الله ګربز ۲۸ منډې وکړې، دغه راز کریم جنت او اصغر افغان ژر ژر وسوځېد خو د لوبې په منځ کې نجیب ځدراڼ ۴۲ او سمیع الله شینواري ۲۸ منډې وکړې.

د ایرلینډ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې سیمي سینګ دوه لوبغاړي، دغه راز رنکین یو لوبغاړی او دوه نور بیا رن اوټ شول، خو لوبډلې یې بریا خپله نه کړه.

د دې سیالۍ غوره لوبغاړی راشد خان ونومول شو هغه نن درې مهم لوبغاړي وسوځول او په څلورو اورونو کې اقتصادي ۲۲ منډې ورکړې.

دا سیالي په ټلویزیون هم خپره شوه،خو د کرکټ مینوال بیا له کرکټ بورډ ګیله کوي چې یاده سیالۍ په ډیر ښه مدیریت سره نه ده خپره شوې او باید له سره پرې بیا کتنه وکړي څو راتلونکې لوبې په معیار سره نشر شي.

یاده لوبه د نورو سیالیو په پرتله هیڅ پر معیار نه ده خپره شوې او نه هم ورته ښه سیستم جوړ شوی و.

د کرکټ مبصرین وایی، چې افغان کرکټ بورډ په دغو سیالیو په لکونو ډالر مصارف کړي دي، خو د تمې خلاف نن دغه سیالۍ پیل شوې.

خو د کرکټ بورډ یو شمېر سرچیني وایی، چې د دغې لوبغالي په سر افغان کرکټ بورډ د هند سره په کړکیچ اوښتی و ،د لوبې کولو اجازت ډیره ناوخته ورکړل شوې چې له همدې امله د یو څو کیمرو په واسطه ډيره کم رنګه ښودل کېږي چې ښایي په راتلونکي کې په سمه توګه پاتې سیالي په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دوهمه شل اوریزه سیالي هم د همدې مارچ پر اتمه نېټه او دریمه بیا پر لسمه نېټه په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان ملي لوبډلې دغو سیالیو ته بشپړه توګه چمتووالی ښودلی دی او وایي، چې ممکن په دغې سیریز کې آیرلینډ ته ماتې ورکړي.

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

Privacy & Cookies Policy