The news is by your side.

د ملا ذاکر د خوشحالولو لپاره د ملا فاضل او شاهین پاکستان ته لاړل

خبریال ډاټ کام / د طالبانو د نظاميکمېسیون مشر ملا ذاکر پر ټولو طالبانو غږ کړی چې د افغانانو په وړانديخپلو فعالیتونو ته دوام وکرکړي‌.

د کوټي شورا ځینياستازو او د طالبانو قاضي القضات د ملا ذاکر د کنټرولولو هڅه کړې ده ، خو پآکستان مېشتو طالب مشرانو ددې ستونزيد حل لپاره قطرنه مرسته غوښتې ده .

په قطر کې طالب سرچینو خبریال ډاټ کام ته وویل چې ملا برادر د ملا ذاکر د کنټرول لپاره ملا فاضل اخوند او شاهین صیب کوټيته استوليدي‌.

تېره شپه د کوټې د پښتون اباد سیمې په چالو باوړۍ سیمه کې ملا فاضل اخوند او ملا ذاکر لمړی د ځینو نورو طالب مشرانو په وړانديخبريسره وکړې او وروسته یې  یو په یویوه غونډه هم وکړه .

ملا ذاکر یو د هغه طالب قوماندانانو له جملې څخه دی چې په جنګي طالبانو کې پراخ ملګري لرياو تر ډېره بریده یې طالبان خبريته غوږ نیسي‌.

ملاذاکر وايي چې تر څو یو امریکايي په افغانستان کې ويدوی به جګړه کوي، خو ملا فاضل چې ملا ذاکر یې خبره نه غورځوياو شاهین چې د سیاسيدفتر ویاند او د پآکستان مېشتو او قطر مېشتو طالب مشرانو تر منځ د پل هیثیت لري هڅه کويچې ملا ذاکر له خپليدې خبريرا وګرځوي .

په کوټه او د پآکستان په ځینو برخو کې په جګړه کې ښکېل طالبان د سوليپه تړاو سره وېشليدي .

د نیمو نظر دادی چې نور په افغانستان کې جهاد ختم او د واک جګړه ده او ددوی په وینا په دغه جګوه کړې نور ګډون نه کوي،ځکه شرعي جواز نه لري‌.

نیم نور بیا وايي چې تر څو یو امریکا يي په افغانستان کې پاتې وي باید جګړه ونه درول شي‌.

دا ستونزيوروسته له هغه را وټوکېدې چې نېژدې یوه اونۍ وړانديد تېريفبروري میاشتي پر ۲۹ نېټه د طالبانو او امریکا یانو ترمنځ د سوليتړون لاس لیک شو .

د سوليد تړون ترتړون وروسته یو شمېر طالبانو کې دا خبره خپره شوه چې نور په افغانسان کې جګړه شرعيجواز نه لري ، نو دوی جګړې ته نه ځي‌.

ځینو نورو بیا د قطر مېشت طالب مشران تورن کړل چې د خپلوګټو د ساتلو په موخه یې له افغان جهاد نه ساعت تېری جوړ کړی دی او کله واييکښېنۍ او کله وايي لاړ شئ ، د همدغې موضوع د کنټرول لپاره هڅيپیل شوې دی ، خو ډېری طالب مشران په دې باور ديچې په اوسنیو حالاتو کې طالب مشران نشيکولای چې په یوه خوله په ټولو طالبانو خپله خبره ومني‌.

       

   

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.