The news is by your side.

د پاکستان پوځي جنرال شاهد عزیز د القاعده بعیت کړی

خبریال ډاټ کام / د پاکستان پوځ یوه جنرال شاهد عزیز له القاعده ډلې سره بعیت کړی دی .

په پاکستان کې د القاعده ډلې له خوا په خپرېدونکې مجلهنوای افغان جهادکې د دې پوځي جنرال شاهد عزیز له القاعده سره اړیکې ښکاره شوې دي .

القاعده وايي چې شاهد عزیز په حقیقت پوی شوی وو او ددغه ډلې بعیت یې کړی وو.

پاکستاني‌ ډېری پوځي جنرالان د توندلارو ډلو تر شا ولاړ وي ، خو په لویه کې د پوځ له لوري دا سي‌ مسایل پټ ساتل کېږي ؛ البته دا ځل دا مهمه موضوع چې د یوه پوځي افسر تړون له القاعده شبکې سره په ګوته کوي‌د ډېرو لپاره د بحث وړ کرزېدلې ده .

د القاعده د برصغیر ډلې له خوا د خپرېدونکېنوای افغان جهادد فرورۍ په ګڼه کې لیکل شوي چې لیفټینینټ جنرال شاهد عزیز په 2015م کال کې وروسته له هغه د القاعده ډلې بیعت وکړ چې د دې ډلې مشر حافظ طیب نواز ورسره خبرې وکړې.

شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې تر نوکرۍ وروسته په ۲۰۰۵م کال کې د جنرل پروېز مشرف د پوځي‌ واکمنۍ په مهال له خپلې دنده تقاوت  شوی وو.

تر ریټایر کېدو وروسته عزیز په ۲۰۱۳م کال کې یو کتاب لیکلی وو، چې پکې یې د پروېز مشرف پر پالیسیو تنقید هم کړی وو

دا لمړی دی چې د یوه پاکستاني پوځي‌ جنرال رسمي اړیکي له یوه توندلاري

تنظیم «القاعده» سره را برسېره کېږي‌.

رپوټونه وایي افغانستان ته له تلو وړاندې جنرل عزیز ویلي وو چې ده له امریکایي پوځ سره په جوخته ملګرتیا کولو افغان طالبانو ته لوی تاوان رسولی او د خپلو همدې ګناهونو د کفارې ادا کولو لپاره جهاد ته افغانستان ته ځي خو د ده زوی ذیشان عزیز د هغه د مړینې خبرونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې هغه افریقې ته تبلیغ ته تللی دی.

د القاعده برصغیر ډلې پخپله مجله کې د هغه د مړینې او ژوند په اړه داسې ویليالقاعده چې کوم معلومات تر لاسه کړي، شاهد عزیز د خدای په لار کې شهید شوی، خدای دې قرباني قبوله او جنت دې درکړي، خو لږ امکان شته چې کېدای شي هغه ژوندی او بندي وي، که داسې وي نو موږ ستا د ژر خوشي کېدو لپاره دعا کوو“.

حسېن حقاني پخپل یو مضمون کې لیکلي چې د پاکستان په پوځ کې دننه سختدریځه اسلامي سوچ لرونکي افسران له لومړي سره را روان دي چې په دې برخه کې یې د جنرال جاوید ناصر، جنرال ظهیرالاسلام او جنرال حمید ګل ځانګړې یادونه کړې ده.

د پاکستاني پوځ یو بل لوړپوړی پوځي‌افسر بریګېډیر علي خان هم پوځ په ۲۰۱۱م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

  

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.