غنياو عبدالله د ګډ حکومت هوکړي ته نېژدې شوي
خبریال ډاټ کام / که څه هم دا پرېکړه به د ولسمشر غني لپاره اسانه نه وي، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې حل لاره یوازي هم دا بلل کېږي چې ټاکنې له جنجالي حالت نه و ایستل شي او حکومت له یوه قوي دریځه د سولي په پروسه کې ورګډ شي. د خبرو پیل د بهرنیو چارو وزارت د غونډو له تالاره وشو چې مشري یې پخواني ولسمشر حامد کرزي او زلمي خلیلزاد په ګډه کوله .
په دې ناسته کې د محمد اشرف غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش ګډن درلود.
د عبدالله په استازيتوب اسدالله سعادتي، عنایت الله بابرفرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح ګډون درلود.
د غونډې یو مهم ټکی دا بلل شوی چې دواړه لوري سره کښېنستل او د خبرو پر میز یې د حامد کرزي او زلمي خلیلزاد په وړاندي خپلې غوښتنې یو بل ته وویلې .
دریم مهم ټکی دا بلل کېږي چې دواړه لوري به یو ګډ حکومت جوړوي. دوهم مهم ټکی دا بلل کېږي چې دا غونډي به دوام کوي.
د افغانستان له ارګ نه خبریال ډاټ کام ته ددې موضوع د تاید پر مهال دا سپارښتنه هم وشوه چې د یادي موضوع ډېر جزیات خپاره نشي.
دم ګړی اټکل دادی چې عبدالله عبدالله به بېرته پر اجرایه ریاست پاتې وي، خو واک به یې د پخوا په انډول زیات وي .
کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وړاندي د عبدالله عبدالله او اشرف غني ټیم پټې اړیکې لرلې او د یوه ګډ میکانیزم پر سر په خبرو بوخت ووچې د عبدالله ټیم ته د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یوشمېر ولایتونه او وزارتونه وړاندیز شويوو چې د ښاغلي عبدالله په ټیم کې عنایت بابر فراهمند مخالفت کاوه ؛ خو کابل ته د ښاغلي خلیلزاد په ورتګ دا خبري بل رنګ واخیست .
تر دم ګړیه حامد کرزی ، زلمی خلیلزاد او عبدالله عبدالله د یوه ګډ حکومت پر سر سره صلاح شوي ، چې عبدالله ځان ته د اجرایه ریاست له زیات واک سره غواړي او د غني ټیم ورته د دولت وزارت وړاندیز کړی دی .
کار پوهان وايي چې د عبدالله عبدالله سره د غني له لوري ګډ حکومت جوړېدل که څه هم د ولسمشر غني لپاره تر سیاسي ځانمرګي کم کار نه دی ، خو په لویه کې ولسمشر غني ته بله لیاره هم نشته .
حکومت او د عبدالله ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او زلمي خلیلزاد نه غوښتي دي چې ددغو غونډو د بهیر لړۍ پټه وساتي او تر وروستۍ پرېکړي رسنیو کې موضوع راونه وزي څو خلک پر دواړو غاړو فشارونه زیات نه کړي .
خو په حکومت کې دننه د خبریال ویب پاڼې ځیني سرچینې وايي چې دا موضوع ځکه را ایستل په کار دي چې ورو – ورو خلک هم دې پرېکړي ته تیار شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.