The news is by your side.

غني‌او عبدالله د ګډ‌ حکومت هوکړي‌ ته نېژدې شوي‌ 

 

خبریال ډاټ کام / که څه هم دا پرېکړه به د ولسمشر غني لپاره اسانه نه وي‌، خو د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې حل لاره یوازي هم دا بلل کېږي‌ چې ټاکنې له جنجالي حالت نه و ایستل شي‌ او حکومت له یوه قوي دریځه د سولي‌ په پروسه کې ورګډ شي‌. د خبرو پیل د بهرنیو چارو وزارت د غونډو له تالاره وشو چې  مشري یې پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي‌ او زلمي‌ خلیلزاد په ګډه کوله .

په دې ناسته کې د محمد اشرف غني له لوري امرالله صالح، فضل فضلي، محمد یوسف غضنفر او سرور دانش ګډن درلود.

د عبدالله په استازيتوب اسدالله سعادتي، عنایت الله بابرفرهمند، نور رحمان اخلاقي، او غلام فاروق مجروح ګډون درلود.

د غونډې یو مهم ټکی دا بلل شوی چې دواړه لوري‌ سره کښېنستل او د خبرو پر میز یې د حامد کرزي‌ او زلمي‌ خلیلزاد په وړاندي خپلې غوښتنې یو بل ته وویلې .

  دریم مهم ټکی دا بلل کېږي‌ چې دواړه لوري به یو ګډ حکومت جوړوي‌. دوهم مهم ټکی دا بلل کېږي چې دا غونډي به دوام کوي‌.

د افغانستان له ارګ نه خبریال ډاټ کام ته ددې موضوع د تاید پر مهال دا سپارښتنه هم وشوه چې د یادي موضوع ډېر جزیات خپاره نشي‌.

دم ګړی اټکل دادی چې عبدالله عبدالله به بېرته پر اجرایه ریاست پاتې وي‌، خو واک به یې د پخوا په انډول زیات وي .

کابل ته د زلمي خلیلزاد تر سفر وړاندي د عبدالله عبدالله او اشرف غني‌ ټیم پټې اړیکې لرلې او د یوه ګډ میکانیزم پر سر په خبرو بوخت ووچې د عبدالله ټیم ته د بهرنیو چارو وزارت په ګډون یوشمېر ولایتونه او وزارتونه وړاندیز شوي‌وو چې د ښاغلي‌ عبدالله په ټیم کې عنایت بابر فراهمند مخالفت کاوه ؛ خو کابل ته د ښاغلي خلیلزاد په ورتګ دا خبري بل رنګ واخیست .

تر دم ګړیه حامد کرزی ، زلمی خلیلزاد او عبدالله عبدالله د یوه ګډ حکومت پر سر سره صلاح شوي ، چې عبدالله ځان ته د اجرایه ریاست له زیات واک سره غواړي او د غني ټیم ورته د دولت وزارت وړاندیز کړی دی .

کار پوهان وايي‌ چې د عبدالله عبدالله سره د غني له لوري‌ ګډ حکومت جوړېدل که څه هم د ولسمشر غني لپاره تر سیاسي ځانمرګي کم کار نه دی ، خو په لویه کې ولسمشر غني ته بله لیاره هم نشته .

حکومت او د عبدالله ډلې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او زلمي‌ خلیلزاد نه غوښتي  دي چې ددغو غونډو د بهیر لړۍ پټه وساتي‌ او تر وروستۍ پرېکړي رسنیو کې موضوع راونه وزي څو خلک پر دواړو غاړو فشارونه زیات نه کړي .

خو په حکومت کې دننه د خبریال ویب پاڼې ځیني سرچینې وايي چې دا موضوع ځکه را ایستل په کار دي‌ چې وروورو خلک هم دې پرېکړي ته تیار شي‌.    

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance