The news is by your side.

ایران کې د افغانانو سوځول او د هېوادوالو توند غبرګونونه

خبریال وېب پاڼه/د تېرې چهارشنبې په ورځ د ایران په یزد ولایت کې د ایراني پولیسو لخوا د افغان مسافرو پر موټر ډزې شوې چې له اور اخیستنې وروسته په کې دری کسان شهیدان شوي او یو شمېر نور تری تم دي.

د ایران په یزد کې د افغان مسافرو پر موټر د ایراني پولیسو لخوا ډزې او د دریو افغانانو د سوځېدو په ګډون د یو شمېر نورو افغان مهاجرو د تری تم کېدو پېښې ټول افغانان سخت را پارولي دي او د ایران په آخوندي رزيم توندې نیوکې کوي.

که څه هم په ظاهره ایراني چارواکو په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې ایراني پولیسو په موټر ډزې کړې خو اور یې له ډزو څخه نه دی اخیستی، خو د موټر د اور اخیستلو لپاره یې هېڅ قانع کوونکی ځواب ویلی نه دی.

په دغه پېښه کې یو افغان چې سوی دی او په ټپي حالت کې دی، له یوه ایراني څخه د هیله کوي چې اوبه ورکړي. نوموړی په فریاد سره وایي:

((خیر دی لږ اوبه راکړئ چې وسوم))

اوس د افغانستان په لر او بر کې د ټولنیزو کاروونکي په همدې هشتګ چې (لږ اوبه راکړئ چې وسوم، کمی آب بدهید که سوختم) خپرونې کوي او پر ایران باندې له توندو نیوکو سربېره له افغان حکومت څخه غواړي چې د دغې بوږنوونکې پېښې جدي پلټنه وکړي. دا لومړی ځل نه دی چې ایران پر افغان مسافرو باندې ورته زور زیاتی کوي، شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې د افغان مسافرو یوه پنځوس کسیزه ډله له شکنجې وروسته د هریرود سیند ته ګوزار کړې وه چې د څه کم شلو کسانو جسدونه پیدا شول او پاتې نور لا هم ورک دي.

ګڼو سیاسیونو هم دغه پېښه غندلې ده او دا یې د ایران له خوا یو نه بښونکی عمل بللی دی. تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل په یوه ټویټري پیغام کې ویلي:

(له بده مرغه موږ تل بد ګاونډیان لرلي دي خو موږ تر هغو بد د خپل هېواد مالکان درلودلي دي)

د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال او د کابل پوهنتون ښوونکي نعمان دوست بیا د ایران وروستیو پېښو ته په اشاره ویلي دي چې موږ په خپل جنت وطن کې د دوزخ عذاب ګالو. نوموړي ایران ته په طنزیه لیکنه کې د دوزخي فرېښتو خطاب کړی او ویلي یې دي چې موږ په لومړیو کې د یخ دوزخ (موخه یې د هریردو په سیند لاهو کړي افغانان دي) ګیله کوله، خو ایراني آخندانو ګرم دوزخ (موخه یې اوسنۍ خونړۍ پېښه ده) ور ګوزار کړو.

ایران او پاکستان د افغانستان دوه هغه ګاونډي هېوادونه دي چې تل یې هڅه کړې ده د افغانستان ملي حاکمت تر پښو لاندې کړي او د خپلو شومو موخو لپاره هره ورانکاري وکړي. که څه هم د بهرنیو چارو وزارت ویلي ي چې دا پېښه به له ایراني لوري سره له نیږدې څېړي او پایلې به یې له ولس سره شریکوي خو یو شمېر مدني فعالان ټینګار کوي چې په کابل کې دې د ایران سفیر احضار کړل شي او له دوی څخه دې د دغې خونړۍ پېښې حال وپوښتل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.