The news is by your side.

د افغان سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو غوښتنه څه ده؟

خبریال وېب پاڼه/ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په افغانستان کې د سولې د ټینګښت هڅو ته خوشبین نه دی .

د ملګرو ملتونو سازمان د افغان سولې په بهیر کې د رول غوښتنه لري.

د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې سیما سمر ویلي، چې تېره ورځ ویډیويي ناسته کې د افغان سولې په اړه باندې خبرې شوي دي.

مېرمن سمر وايي، ویډیويي ناسته د ملګرو ملتونو منشي په ګډون ترسره شوې ده، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ویلي، د افغان سولې په برخه کې هر ډول هڅې ترسره کوي او په دې برخه کې مرسته کوي.

د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو مشورتي بورد اتلس غړي لري.

افغانستان کې د ناټو پخوانی سفیر خبرداری ورکوي چې طالبانو له لوري ژمنو باندې عمل نه کولو په صورت کې نړیوالو ځواکونو وتل به یو نه خوښونکی کار وي.

نیکولاس کي وايي چې په لومړي پړاو کې ناټو د ځواکونو کموالي تر دولس زرو پورې ژمنه کړې خو په کامله توګه د ځواکونو وتل د افغانستان په شرایطو پورې اړه لري او طالبان باید پر خپلو ژمنو باندې ودریږي.

نیکولاس کي وایي، د طالبانو له لوري د افغانستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه نه خوښوونکی دي او طالبانو د دوحې هوکړه لیک نه وروسته پر بهرنیو ځواکونو برید نه دی کړی، خو پر افغان ځواکونو او ملکي کسانو یې بریدونه په کلیو او بانډو کې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ او لس تنه سرتېري یې یوه شپه او ورځ کې وژلي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه د خپلو سفرونو د لړۍ په دوام دوحې، اسلام اباد او کابل ته سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ښاغلي خلیلزاد د سفر اصلي تمرکز به د افغان لورو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو د عملي اقدماتو د توافق تر لاسه کولو په اړه وي.

یاد وزارت ویلي چې ښاغلی خلیلزاد به له ښکېلو لوریو سره د امریکا او طالبانو د سولې تړون او امریکا او افغان حکومت د ګډې اعلامیې د عملي کېدو په اړه هم خبرې وکړي چې په وینا یې په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي کمېدو او بندیانو ازادولو په اړه.

زلمي خلیلزاد تر دې مخکې د تېرې مې میاشتې پر اتلسمه نېټه هم قطر او افغانستان ته د افغان سولې په اړه سفر پیل کړی و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.