The news is by your side.

سږ کال به ۷۰ زره ټنه مالوچ تولید شي

خبریال وېب پاڼه/ سږ کال به بلخ، هلمند، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې به ۷۰ زره ټنه پخته تولید شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې هر کال افغانستان یو اویا زره ټنه پخته تولیدوي او د پختې ډېر تولید هم بیا د هېواد په څلورو ولایتونو کې دي.

په تازه وخت کې هم د اقتصاد عالي شورا د پختي او نساجۍ تصدیو کړنلاره تایید کړه.

د مالیې وزارت وايي چې د نوي مالي کال په لومړیو کې په هلمند او کندوز ولایتونو کې د پختې پروسس دوه کارخونې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د هېواد شپاړسو ولایتونو کې له نهه څلویښت هکټاره د مالوچو کروندې شتون لري خو سږکال وړاندوینه کیږي چې کروندګر به هم، له دغو کروندو ښه حاصلات ترلاسه کړي.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي هر کال د هېواد څلوارلسو ولایتونو کې، د مالوچو ننداریزې ټوټې رامنځته کیږي او سږکال، به هېواد کې د مالوچو د تولید کچه لوړوالی ومومي.

تېر کال بلخ ولایت له پنځه دېرش زره ټنه مالوچو په تولید سره، د مالوچو تولیدونکو لومړي ځایګي کې راغلی وو.

تمه کیږي د بلخ، کندوز او ننګرهار ولایتونو کې د مالوچو د پروسس درې کارخونې هم جوړې شي.

د مالوچو او نساجي تصدیو اصلاحي کړنلاره هم ترلاسه لاندې ده.

عالي اقتصادي شورا، له مسؤولو بنسټونو غوښتي څو د مالوچو کړنلاره کې بدلون راولي او هیواد کې د مالوچو صنعت وده وکړي.

اوس مهال، د هلمند د مالوچو ډېره برخه، په اومه توګه بهر ته قاچاق کیږي او د هلمند د بستو تصدۍ ته یې ستونزې رامنځته کړې دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ژمنتیا څرګندوي چې د مالوچو د قاچاق کېدو مخنیوی به وکړي.

تېرکال هېواد کې د مالوچو تولید، یوویشت سلنه ډېروالی لاره او ډېریو کرنیزو ځمکو کې د مالوچو کروندې رامنځته شوې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.