The news is by your side.

ملابرادر د امریکا پر بمباریو خلیلزاد ته شکایت کړی

خبرېیال وېیپاڼهپه قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په یوه تلیفونيتماس کې د امریکا د مرکچي پلاوي مشر خلیلزاد ته شکایت کړی چې امریکا يي پوځ یې طالبان په کندهار او فراه ولایتونو کې بمبار کړي دي .

د وسله والو طالبانو د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېب پاڼې ته وویل چې د شکایت په تړاو ملا برادر په یوه تلیفونيتماس کې د کوټې شورا ته خبر ورکړی دی .‌

ملا برادر د کوټې شورا ته ویلي‌ چې زلمی خلیلزاد به را روانه اونۍ کۍ په قطر کې له ملا برادر سره وګوري‌ او د امریکا يي پوځ پر شویو بمباریو به دواړه لوريخبري سره وکړي .

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ په دوو جلا بریدونو کې چې یو یې په فراه او بل یې کندهار کې پر وسله والو طابانو وکړ لسګونه وسله وال طالبان ووژل .

د کوټې شورا غړی وایي چې د امریکا يي پوځ دا برید په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شويتړون خلاف ورزي ده او هم دا خبره ملا برادر زلمي خلیلزاد ته کړې ده .

طالبانو او امریکا تړون کړی چې یو پر بل به بریدونه نه کوي ؛ خو طالبان پر افغان امنیتي سرتېرو خپل بریدونه کوي ، په هم دې ترڅ کې دافغانستان حکومت وايي چې د طالبانو او امریکا په تړون کې ښکاره ویل شوي‌ چې طالبان به پر امریکا يي پوځ او ددوی پر ملاتړو بریدونه نه کوياو افغان ځواکونه د امریکا يي پوځ ملاتړي دي‌؛ او باید طالبان بریدونه ورباندي ونه کړي .

که څه طالبانو له امریکا یانو سره سوله کړې او پر افغان امنیتيځواک یې خپل بریدونه او «جهاد» روان ساتلی دی ؛ خو اوس داسي‌ ښکارې چې په افغانستان کې موجودو امریکا يي ځواکونو دافغان امنیتي ځواک ملاتړ ته وردانګلي دي .

طالبان لا تر دم ګړیه په کندهار او فراه کې د امریکا یانو په هوايي بریدونو کې د لسګونه وسله والو طالبانو د وژلو په اړه څه نه وايي ؛ خو د شکایت غږ یې تر زلمي خلیلزاده رسېدلی دی .

تېره  افغانستان کې د امریکایي پوځ ویاند کرنل سوني لېګېټ چې په کندهار وویل او فراه ولایتونو کې هغه وسله وال طالبان په نښه کړي چې دافغان امنیتي‌ ځواکونو پر پوستو یې د بریدونو تابیا کړې وه .

له اوږده ځنډه وروسته به لمړي‌ ځل نړی وال پوځ په ډاګه پر وسله والو طالبانو داسي ‌مرګونی ګوزار کړی دی چې په دې وروستیو کې ساری نه تر سترګو کېدی .

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا قطر او پاکستان ته سفر پیل کړی او له دې سره به افغانستان ته هم راځي.

د زلمي خلیلزاد دفتر څخه یو شمېر سرچینو خبریال وېب پاڼې ته ویلي، چې د خلیلزاد د سفر موخه قطر او پاکستان دی او نیت یې دی چې د دې هېوادونو له چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې خلیلزاد به افغانستان ته د طالب بندیانو د ازادولو د څرنګوالي پر نیت راځي.

خلیلزاد به د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر مهالوېش هم خبرې وکړي تر څو  نېټه وروستۍ کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.